نیلي (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۴): دایکنډي کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د دایکنډي د والي ویاند غضنفر کاظمي وویل چې دغه پروژې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د شپږ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د پاتو ولسوالۍ په «لادوګګ تپه» سیمه کې د درې کیلومتر سړک د چغلاچول او له نیلي ښاره د شهرستان ولسوالۍ تر بازاره د ۲۰ کیلومتره قیر سړک د شولډرونو ترمیم شامل دي.
هغه وویل چې یادې پروژې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دایکنډي د ټولګټو رییس مولوي اکرامالله عبدالرافع د دغو پروژو د کار د پیل مراسمو کې وویل چې د یادو سړکونو جوړېدل به د سوداګرۍ او کابل او کندهار ولایتونو ته د خلکو په تګراتګ کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP