Language

هلمند کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۴): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوه تراکتور چپه کېدو پېښه کې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن (جمعه) سهار د ګرمسېر ولسوالۍ د پنجاودو کښتیو سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې یاد تراکتور په دې سیمه کې له سینده د تېرېدو پر مهال چپه شوی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه وکړی او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ۱۴ کسان د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.