Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان کراچۍ کې د اورلوبې توکو یوه ګودام کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۳۳ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اورلوبې توکو یوه ګودام کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون په کراچۍ ښار کې «تاج طبي مجتمع» ته نږدې له ګڼې‌ګوڼې په یوه ډکه ساحه کې شوې ده.

سرچینې لیکلي چې د اورلوبې توکو جوړولو خام توکي د یوې ودانۍ په تل‌خونه کې ځای پر ځای شوي وو چې ښايي د سرکټ د شارټۍ له امله رامنځته شوې اورلګېدنه د چاودنې لامل شوې وي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې دغه راز راغلي چې دغې درې‌پوړیزې ودانۍ ته زیان رسېدلی او کانکریټي دېوالونه یې پر لاندې پارک شوو موټرو غورځېدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.