Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله ۱۶ کسان وژل شوي وو

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): تېره اونۍ په امنیت شورا کې ځینو هېوادونو په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو ا.ا رد کړه، ایران وویل چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه نور افغانان وباسي او په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو شپږمه ناسته وشوه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو شپږمه ناسته وشوه.
  • چين: افغانستان دې د «یو کمربند یوه لار» پروژه کې رسماً شامل شي
  • وانګ یي: د چین امنیتي اندېښنې دې درک شي؛ رییس‌الوزرا: له افغانستانه به هیچا ته ګواښ نه وي
  • مولوي امیرخان متقي: پاکستان دې د افغان کډوالو د حقونو ضایع کېدو مخنیوی وکړي
  • افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو د شتون په اړه د ځینو هېوادونو څرګندونې او د ا.ا رد
  • مولانا فضل‌الرحمن: د افغانانو جبري ایستل د کابل – اسلام‌اباد اړیکې اغېزمنوي
  • ایران: د روان کال تر پايه به دوه میلیون نور افغان کډوال وايستل شي

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله ۱۶ کسان وژل شوي او یو ټپي و.

ځايي چارواکي وايي، د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي، کاپيسا کې د شخصي دښمنۍ له امله څلور کساني وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې او نيمروز کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی.

امنيتي چارواکي وايي، هرات کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې دوه او بلخ کې درې وسله‌واله غله وژل شوي دي.

خو وړمه اونۍ پژواک په افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه و ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنيو چارو وزیرانو ناسته

تېره اونۍ، په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته ترسره او په دې ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنګ د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او ترانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي اميرخان متقي ویلي، دغه درې اړخيز ميکانيزم افغانستان ته د دې فرصت ورکوي چې د همکاريو د لا پراختيا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولري.

دغه راز، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي‌ له افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ پر وده بللې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې همکارۍ پراخې شوې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمداسحاق ډار هم د درېیو واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته مهمه بللې او دا يې د دغو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا ښه فرصت یاد کړی دی.

د چین د بهرنيو چارو وزیر د افغانستان له ریيس‌الوزرا‌ء ملا محمدحسن، د بهرنيو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي او د کورنيو چارو له وزیر خلیفه سراج‌الدين حقاني سره هم جلا جلا ليدنې درلودې.

په یادو ناستو کې د اوږدمهالو اړیکو، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا، نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې، د ګډو پولو د امنیت او سرحدي ځواکونو د همغږۍ، د سوداګرۍ، کرنې او روزنیزو پروګرامونو په اړه خبرې شوې او د چين د بهرنيو چارو وزیر ویلي، هېواد يې لېوال دی چې افغانستان د «یو کمربند یوه لار» ستره پروژه کې رسماً شامل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د افغانستان له رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره په دوستۍ کې ثابت قدمه دی خو هیله لري چې د امنیت په برخه کې یې اندېښنې درک شي.

ملامحمد حسن اخند هم دواړه هېوادونه پخواني دوستان بللي او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. ده ویلي وو چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې دا په عمل کې هم ثابته کړې ده.

دغه راز، مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر محمداسحاق ډار سره په لیدنه کې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي چې په دې برخو د ستونزو هواري لپاره عملي ګامونه واخلي.

افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو په اړه څرګندونې

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د امنیت شورا غونډه کې پاکستان، چین او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په افغانستان کې د داعش او ځینو نورو «ترهګرو ډلو د شتون په اړه» اندېښنه څرګنده کړې وه او له اسلامي امارته یې غوښتي وو چې په دې اړه اقدام وکړي.

دغه راز، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ادعا کړې وه چې د ځینو وسله‌والو ډلو غړي له سوریې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د امنیت په شورا کې د ځینو هېوادونو هغه تشویشونه بې‌ځایه دي چې وايي په افغانستان کې د نورو هېوادونو خپلسرې ډلې شتون لري.

هغه ویلي: «په داسې حال کې چې موږ دغه ادعاوې ردوو، له هغو ټولو جهتونو چې په دې اړوند تشویش اچوي غوښتنه کوو چې بې دلیله دې د افغانستان د بې‌ثباته ښودلو کوښښ نه کوي. داسې هيڅ شواهد وجود نه لري چې ورته ادعاوې ثابتې کړي. موږ پوښتنه کوو چې بې له کوم ثبوت او دلیل څخه د اندېښنو اچول به د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره وي؟ راځئ د بې‌ځایه ادعاوو پر ځای په افغانستان کې موجود امنیت او پرمختګ یو ښه فرصت وبولو او همکاري ورسره وکړو.»

افغان کډوال

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ روانه ده.

چارواکو ویلي چې تېرې اونۍ له پاکستان او ایرانه نږدې ۳۴۵۰۰ افغان کډوال راستانه شوي چې ډېر یې له ایرانه دي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن په اسلام‌اباد کې له نورو ګوندونو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي وو چې د افغان کډوالو جبري ايستل به د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي.

دغه راز، تېره اونۍ، د ایران د کورنیو چارو وزیر ويلي چې اوسمهال څه باندې ۶ میلیون افغان کډوال په دغه هېواد کې ژوند کوي چې له ډلې به یې دوه میلیونه کسان د روان کال تر پايه په تدریجي ډول وايستل شي.

هغه ويلي: «د جوړ شوي پروګرام له مخې به په لومړي ګام کې شاوخوا دوه میلیون ناقانونه او بې‌اسناده کډوال چې هېواد ته راغلي، وايستل شي. اوسمهال څه باندې شپږ ميليونه افغانان په ايران کې مېشت دي او طبیعي ده چې د دغو وګړو مدیریت د ملي او نړۍوالو جدي همکاريو ته اړتيا لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د زمري په ۸مه ويلي وو، یوازې په تېرو درېيو مياشتو کې نږدې دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

 سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱.۸ میلیونه کسان په جبري ډول راایستل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.