غزنيښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېته ۱۴۰۴): د غزني یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت په ښوونځیو کې ښوونکي کم دي چې له امله یې د زدهکړو کیفیت خراب شوی؛ د پوهنې ریاست مسوولین هم په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه مني خو وايي، د هواري لپاره یې هڅې روانې دي.
که څه هم په غزني او ځینو نورو ولایتونو کې د ښوونکو کمښت پخوانۍ ستونزه ده خو د ښوونې او روزنې برخې پوهان د دې ترڅنګ چې د مسلکي کسانو پر ګومارنه ټینګار کوي وایي، یوه ټولنه هغه وخت پرمختګ او واقعي پراختیا ته لاسرسی موندلای شي چې ښوونیز سیسټم یې وده وکړي.
د غزني د ګیلان ولسوالۍ د شینکۍ سیمې یوه اوسېدونکي رازمحمد اریا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت هغه ستونزه ده چې له کلونو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي.
هغه زیاته کړه: «زه د معارف یو سابقهداره کارمند یم، له پخوا تر اوسه زموږ په ولسوالي کې د ښوونکو کمښت ډېر دی او دا ستونزه تر اوسه نه ده هواره شوې.»
د نوموړي په خبره، که د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي نو د زدهکړې پر بهیر به خورا مثبت اغېز وکړي.
د جغتو ولسوالۍ د ترګان سیمې یوه اوسېدونکي حاجيمحمد محمودي هم په دې ولسوالۍ کې د ورته ستونزې خبره کوي او وايي چې د ښوونکو د کمښت له امله د دوی په ښوونځي کې د زدهکړو کیفیت ښه نه دی.
هغه وویل: «زه په ترګان کې د یوې لېسې امر یم، دلته په ښوونځي کې پوره معلمان نشته او زموږ شاګردان په هغه ډول زدهکړې نه شي کولای چې څنګه یې باید وکړي.»
د هغه په خبره، په ښوونځیو کې د ښوونکو تشکیل په پوره کېدو سره به د زدهکړو بهیر معیاري شي.
ورته مهال، د غزني د مرکز، جاغوري، ناوې او یو شمېر نورو سیمو عام خلک هم د دې ستونزې په اړه وایي چې کلونه کېږي د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ښوونځیو کې ښوونکي کم دي.
د غزني د مرکز ازادخان سیمې یوه اوسېدونکي میوند وویل: «موږ په ښوونځي کې د ښوونکو له کمښت سره مخ یو، له دولتي مسوولینو غواړو چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.»
دغه راز، د جاغوري د لومان سیمې یوه قومي مشر غلامسخي پژواک ته وویل، په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت د بېنظمۍ، د شاګردانو دوامدارې غیرحاضریو او په ټولګیو کې د درس کیفیت ټیټېدو لامل کېږي.
هغه زیاته کړه، د ښوونکو کمښت د دې لامل هم کېږي چې له درسونو سره د زدهکوونکو لېوالتیا کمه شي.
د پوهنتون یوه استاد ډاکټر عبدالجمیل بشیري بیا وایي، یوه ټولنه هغه وخت پرمختګ او واقعي پراختیا ته لاسرسی مومي چې ښوونیز سیسټم یې وده وکړي.
نوموړي په ښوونیز نظام کې د مسلکي ښوونکو پر شتون ټینګار وکړ او ویې ویل، د پوهنې وضعیت ښه کېدو په موخه لازمه ده څو ټول ښوونکي د لیاقت پر اساس وګومارل شي.
د هغه په خبره: «د هرې ټولنې پرمختګ او ثبات په هغې کې د مېشتو خلکو د پوهې په کچه پورې تړاو لري، نو له تحصیل او پوهې محرومیت د ټولنې د وروستهوالي او بېثباته کېدو زمینه برابروي.»
د غزني د پوهنې ریاست مسوولین هم تاییدوي چې د دغه ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو څلور زره بستونه تش دي.
د دغه ریاست د مطبوعاتو مسوول میاګل صدیق پژواک خبري اژانس ته وویل، د څلور زره تشو بستونو له ډلې یې ۳۳۳ بستونه اعلان ته ورکړي وو چې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ورته نوملیکنه کړې وه او زر کسان شارټلېست شوي وو.
هغه زیاته کړه، له یادو کسانو ازموینه اخیستل شوې او په نږدې راتلونکي کې به د اړتیا وړ سیمو کې پر دندو وګومارل شي.
نوموړي دا هم وویل چې د پاتې تشو بستونو ډکولو لپاره یې هڅې دوام لري، څو په ټولو بستونو کې مسلکي کسان وګومارل شي او په راتلونکو وختونو کې د پوهنې برخې ته په رښتینې توګه کار وشي.
د یادونې ده، په غزني کې په شاوخوا ۷۰۰ ښوونځیو کې لس زره او درې سوه (۱۰۳۰۰) ښوونکي پر دندو بوخت دي او ۴۵۰ زره زدهکوونکو ته زدهکړې ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP