Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ امنیه قومانداني: چهاربولک ولسوالۍ کې درې غله له مقاومت وروسته ووژل شول

مزارشریف (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې درې وسله‌واله غله له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي: «یاد غله یوه کور ته د غلا په موخه وراوښتي وو، مجاهدین په وخت خبر شول او اقدام یې وکړ چې له لنډ مقاومت وروسته درې تنه غله له منځه وړل شوي او یو هم له سیمې تښتېدلی چې د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له وژل شوو غلو د دوو تومانچو په ګډون درې میله وسله او یو موټرسایکل ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په هرات ولایت کې هم یو غل له امنیتي کسانو سره په نښته کې وژل شوی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.