غزنيښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): په غزني کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلني جام لومړی پړاو سیالۍ د «افتخار زیتون» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د فوټسال پسرلني جام لومړی پړاو سیالۍ چې د فوټسال فدراسیون له لوري او د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ په نواباد کلي کې د «غزنه باستان» جمنازیم کې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.
هغه زیاته کړه، په پایلوبه کې افتخار زیتون او پدیدۀ استقلال لوبډلې سره ولوبېدې چې افتخار زیتون په ۲–۱ بریا خپله کړه او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د لوبډلو ترمنځ د دوستۍ، مینې او ورورولۍ فضا رامنځته کولو، فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو او له نشهیي توکو د ځوانانو لرې ساتلو په موخه ترسره شوې.
د فوټسال سیالیو یوه ګډونوال حسیب پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلني جام سیالۍ په بریالیتوب ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، ورته سیالۍ کولای شي د ورزشکارانو تجربې پیاوړې کړي او د بدني روزنې او ورزش له ادارې غوښتنه کوي چې په غزني کې ورزشکارانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
یاده دې وي، څه موده مخکې هم په غزني کې د فوټبال لیګ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې وې
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP