Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د کرکټ انټرکلب سیالۍ د «داوود غني» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

مزارشریف (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): بلخ ولایت کې د کرکټ انټرکلب سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د ۱۲ لوبډلو په ګډون د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پیل شوې وې، د «داوود غني» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بلخ د کرکټ بورډ امر محمدالله ثابت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پنځوس اوریزې سیالۍ یوه میاشت مخکې د ۱۲ ټیمونو په ګډون پیل شوې وې چې هرې لوبډلې پنځه لوبې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو وروستۍ لوبه نن د «بلخ اکاډمي» او «داوود غني» لوبډلو ترمنځ وشوه چې بلخ اکډمۍ خپل سیال ټيم ته یې ۲۰۳ منډې هدف وټاکه او د داوود غني له لوبډلې محمدحسن تر ټولو ډېرې (۱۰۷) منډې جوړې کړې او تر وروستیو پر سټرایک پاتې شو او حیات‌الله خانخېل د ۶۴ تېزو منډو په جوړولو سره سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

هغه زیاته کړه چې مزاري لوبډلې غړي عمران مزاري په ټولو (پنځو) لوبو کې د ۴۵۴ منډو په جوړولو د غورې توپ‌وهونکي، د قهرمان ټیم غړي شفیع‌الله د ۱۷ ویکټو په اخیستو د غوره توپ‌اچوونکي مقام ترلاسه کړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.