Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د رزمي ورزشونو د «توان» سبک درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني ښار (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۴): د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، د غزني د مرکز له بېلابېلو کلبونو د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د «توان» سبک درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د المپیک امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ او د رزمي ورزشونو د فدراسیون له‌ خوا د دغه ولایت په دولتي جمنازیم کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

نوموړي زیاته کړه، دا سیالۍ په درېیو کټګوریو کې ترسره شوې چې تنکي ځوانانو، ځوانانو او لويانو په‌کې ګډون درلود.

د پایلو له مخې، د خواجه‌زاده کلب د ۱۴ مډالونو او دوو کمربندونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، د خراسان کلب د ۱۲ مډالونو او دوو کمربندونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام او د خواجه‌علي کلب د ۶ مډالونو او یوه کمربند په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د دغو سیالیو هدف د استعدادونو پېژندنه او د ورزشکارانو هڅونه ده.

پر همدې مهال، د رزمي ورزشونو د “توان” سبک لوبغاړي په دغه ولایت کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

د دې لوبې یوه لوبغاړي اغامحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «غزني کې د دې سیالۍ مینه‌وال ډېر دي، باید د سیالیو لپاره امکانات برابر شي او همدارنګه موږ ته له نورو هېوادونو سره د لوبو کولو زمینه برابره شي، څو خپل هېواد ته بریاوې راوړو.»

یادونه ده، د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.