Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام پچه‌اچونه به ډسمبر کې په واشنګټن کې ترسره شي

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام پچه‌اچونه به د روان کال په ډسمبر میاشت کې په واشنګټن کې ترسره شي.

د فرانسې اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (جمعه) په سپینه ماڼۍ کې د فوټبال نړۍوال فدراسیون له رییس جیاني اینفانتینو سره په لیدنه کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام پچه‌اچونه به د روان کال د ډسمبر په ۵مه په واشنګټن کې د «جان اېف کنډي» نمایشي هنرونو په مرکز کې ترسره شي.

هغه یاده پېښه د ورزش تاریخ یوه له لویو او مهمو پېښو څخه بللې ده.

ټرمپ زیاته کړه چې امکان لري د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۶ کال په نړۍوال جام کې ګډون وکړي.

نوموړې هغه انځور ته په اشاره چې په وینا یې پوتین تېره اونۍ په الاسکا کې له ناستې وروسته ورته لېږلی وویل: «ډېر یې زړه غواړي هلته و اوسي، خو هر څه د اوکراین د سولې هڅو پایلو پورې تړلي دي.»

د امریکا ولسمشر د ځینو هېوادونو له نومونو اخیستو پرته وویل چې د ځینو هېوادونو د تماشاچیانو شتون به په یادو لوبو کې په طبیعي ډول ډېر ستونزمن وي.»

د ویلو ده، د ۲۰۲۶ فوټبال نړۍوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب لومړنۍ دوره وي چې د ۴۸ لوبډلو په ګډون به ۱۰۴ لوبې په‌کې ترسره شي.

کاناډا به د ۱۳ لوبو کوربه وي چې ۱۰ لوبې یې په ډله‌ییزه مرحله کې د ټورنټو او ونکوور ترمنځ وېشل شوې. مکسیکو کې هم ۱۳ لوبې ترسره کېږي چې ۱۰ لوبې به یې په ډله‌ییزه مرحله کې په مکسیکو سیټي، ګواداخارا او مونتري کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، پاتې لوبې د امریکا په ۱۱ ښارونو کې ترسره کېږي او فیفا له اوس څخه په میامي او نیویارک کې د ټرمپ برج کې د میداني دفترونو په پرانیستو د دغو سیالیو لپاره چې په څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي، خپل چمتووالی پيل کړی دی.

ارجنټیان د یادو سیالیو د اتلولۍ د مدافع په توګه په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.