ایبک (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د سمنګان ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د ۱۴ کلنو د فوټبال لیګ پیل شو.
د سمنګان د فوټبال فدراسیون رییس تاجمحمد خداداد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو سیالیو پرانیسته د دوو لوبو په ترسره کېدو وشوه. په لومړۍ لوبه کې د عقابانو ټیم له ۲–۰ پایلې سره د یاشلر ټیم ته ماته ورکړه او دویمه لوبه چې د خورشید او اریا لوبډلو ترمنځ وه، ۲–۲ مساوي پای ته ورسېده.
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د ۱۴ کلنو د منتخب ټیم لپاره د غوره څېرو پېژندلو او ټاکلو په موخه دي او د دغه لیګ اتل ټیم به د هېواد د شمالي زون په ۱۴ کلنو سیالیو کې ګډون وکړي.
فیض اغا قادري چې تازه یې د اسیا د فوټبال د روزونکي په توګه د (A) درجې جواز ترلاسه کړی وویل، د ولایت په کچه د فوټبال د ودې او د لوبغاړو او لوبډلو د وړتیاوو لوړولو لپاره د ماشومانو او تنکیو ځوانانو فوټبال او سني کټګوریو ته ځانګړې پاملرنه اړینه ده.
نوموړي د سني کټګوریو سیالیو ترسره کول د فوټبال د ودې لپاره یوه ښه زمینه وبلله.
همدارنګه احمدفیاض چې یو ۱۴ کلن لوبغاړی دی او په دغو سیالیو کې ګډون لري، د سیالیو له ترسره کېدو هرکلی وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل چې په سمنګان کې د فوټبال د ودې لپاره جدي هڅې وکړي.
مسوولینو ویلي چې دا سیالۍ به نږدې یوه میاشت دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP