کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پیازو ساتنې لپاره ۱۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، دغه سازمان د نړۍوال بانک په ملاتړ د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پیازو ساتنې لپاره ۱۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړوي چې هره خونه به د ۲۰ مټریک ټنه پیازو ساتلو وړتیا ولري.
سرچینې لیکلي، دغه اقدام د خوراکي توکو د ضایع کېدو مخنیوی کوي او له بزګرانو سره مرسته کوي چې پیاز د اوږدې مودې لپاره وساتي او د هغوی د عایداتو ډېرېدو لامل شي.
د یاد سازمان په خبره، دا سړې خونې په پکتیا، غزني، غور، دایکنډي، بدخشان او کندهار ولایتونو کې تر کار لاندې دي، خو د لګښت په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د تېرې جولای میاشتې په ۳۱مه هم ویلي وو چې په افغانستان کې د کچالانو ساتنې لپاره ۲۴۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړېږي چې هره خونه به د ۳۰ مټریک ټنه کچالانو ساتنې ظرفیت ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP