Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې له ښکاریانو ترلاسه شوي ۱۶ ډوله مرغان بېرته طبیعت ته خوشي شول

میدان‌ښار (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو د چاپېریال‌ساتنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې له ښکاریانو ترلاسه شوي ۱۶ ډوله مرغان بېرته طبیعت ته خوشي شول.

د میدان‌وردګو د چاپېریال‌ساتنې رییس مولوي الله‌محمد ذاکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د امنیتي مسوولینو په همکارۍ اووه ښکاریان چې د ښکار وسایل هم ورسره وو، له ۱۶ ډوله مرغانو سره یوځای ونیول شول.

هغه زیاته کړه، له نیول شوو ښکاریانو سره شته مرغان بېرته طبیعت ته خوشي شول او په وینا یې، ښکاریانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو، څو بیاځلي مرغان ښکار نه کړي.

هغه دغه راز ریاته کړه چې له ښکاریانو لیکلې ژمنې هم اخیستل شوې چې د مرغانو بیاځلي نیولو په صورت کې به عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پراساس په ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار او قاچاق بند دی. د مسوولینو په وینا، که هر چا له دغه امره سرغړونه وکړه، د قانون منګولو ته به سپارل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.