Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شل‌اوریز اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د شل‌اوریز اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې شل‌کسیز نوملړ اعلان کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه د روان ۲۰۲۵ کال د شل‌اوریزه اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې شل‌کسیز نوملړ اعلان کړی چې ۱۷ عمومي او درې احتیاطي لوبغاړي په‌کې شامل دي.

په دغه نوملړ کې راشدخان لوبډلمشر، رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، دروېش رسولي، کریم ‌جنت، عظمت‌الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمدنبي، شرف‌الدین اشرف، محمداسحاق، مجیب‌الرحمن، الله‌محمد غضنفر، نوراحمد، فرید ملک، نوین‌الحق او فضل‌حق فاروقي شامل دي.

دغه راز، په یاد نوملړ کې وفي تره‌‌خېل، ننګیال خروټی او عبدالله احمدزی د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.

کرکټ بورډ ویلي چې له دې مخکې د یادو سترو سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه په کابل کې تمریناتي کمپ ترسره شو او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې هم یاد لوبغاړي پر تمریني لوبو بوخت دي.

سرچینې زیاته کړې، د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب به د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره هم د متحده عربي اماراتو په تمریناتي کمپ کې د موجوده ۲۲ کسانو له منځه د افغان لوبډلې نوملړ غوره شي.

د یادونې ده، د افغانستان، اماراتو او پاکستان ترمنځ لوبلړۍ به د اګسټ په ۲۹مه په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي او د سپټمبر تر اوومې به دوام وکړي.

‎له دې سیالیو وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې چې د روان میلادي کال د سپټمبر په نهمه د متحده عربي اماراتو په کورب‌توب پیلېږي، ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.