Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبغاړي سمیر احسان په اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال واخیست

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وايي، ملي لوبغاړي سمیر احسان د ټایلنډ په کوربه‌توب د بدن ښکلا او فټنس اووه‌پنځوسم پړاو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ او دا د برونزو څلورم مډال دی چې افغان لوبغاړي یې په دې سیالیو کې ګټي.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړي سمیر احسان د ټایلنډ په کوربه‌‌توب د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیايي سیالیو کې په ۱۰۰ کیلو وزن کې د برونزو مډال ترلاسه کړ چې په دې سره افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې څلور د برونزو مډالونه وګټل.

په دغو سیالیو کې له دې مخکې هم نایب مبارز، بیت‌الله ځدراڼ او یاسر سمیر احسان د برونزو درې مډالونه ګټلي وو.

د یادونې ده، د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیایي سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره شوې چې شپږ افغان ورزشکارانو په‌کې ګډون کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.