Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ۶۵ لوبغاړو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): لوګر کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ۶۵ غوره ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د سوک‌وهنې له فدراسیون سره په همغږۍ د سوک‌وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې د ولایت په کچه له څلورو کلبونو ۶۵ غوره لوبغاړو په درېیو ګټوریو کې (کم‌عمره ځوانان، تنکي ځوانان او ځوانان) ګډون کړی و.

د نعیمزي په خبره، یادې سیالۍ د سوک‌وهنې ورزش ته د ودې ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او د غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه جوړې شوې وې.

نوموړي وویل، په یادو سیالیو کې لومړی مقام ناک ډاون کلب او دويم مقام د خالد بن ولید کلب ورزشکارانو خپل کړ.

بلخوا، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي احمدجان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د لوګر ولایت په کچه یې د سوک‌هونې په سیالیو کې ونډه واخیسته.

هغه زیاته کړه، دا ډول سیالۍ کولای شي د ورزشکارانو ترمنځ اړیکې او تجربې پياوړې کړي.

هېره دې نه وي چې دوه اونۍ مخکې هم د لوګر ولایت په کوربه‌تون د سوېل‌ختیځ زون پنځو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ رزمې سیالۍ وشوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.