کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه او له شبرغانه تر الوان دښتې پورې د برېښنا د ۵۰۰ کیلوولټ انتقالي مزي غځولو پروژې د پاتې چارو بشپړولو تړون په حجم کې تعدیل راوستل شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند د منرالونو ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه.
سرچينه لیکي، د دې پالیسۍ موخې په معیاري توګه د کانونو تفحص، اکتشاف او ګټه اخیستنه؛ د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو جذب او د کانکیندنې نوې ټکنالوجۍ او تجهیزاتو واردول؛ د چاپېریالساتنې او د کانکیندونکو د روغتیا او خوندیتوب ډاډمنول؛ په هېواد کې دننه د کاني موادو پروسس ته زمینه برابرول او د کانونو سکټور لپاره د متخصصو او تخنیکي بشري سرچینو روزل او د ظرفیت لوړول دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه راز د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې له شبرغانه تر الوان دښتې پورې د برېښنا ۵۰۰ کیلوولټ انتقالي مزي غځولو پروژې د پاتې چارو د بشپړولو تړون په حجم کې د تعدیل راوستلو په اړه هم بحث وشو او اړین تعدیل پهکې راوستل شو.
اقتصادي معاونیت لیکلی، غونډې ته د کمالخان بند د دویم فاز «قلعه افضل بند» د امکانسنجۍ د لومړنیو مطالعاتو او د هېواد په بندرونو کې د اړتیاوو معلومولو په موخه ټاکل شوو کمېټو راپورونه وړاندې او یادې پرېکړې د نهايي تصمیمنیونې په موخه د مشرتابه دفتر ته واستول شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP