Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اهل هنودو استازی: پر اوسني امنیتي وضعیت خوښ یو، د خپلو ملکیتونو د استرداد غوښتنه کوو

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د هندوانو یو استازی د دې په څرګندولو سره چې د تېر په پرتله یې اوس «ژوند ښه او امن شوی»، د اهل هنودو او سیکانو د غصب شوو ملکیتونو د استرداد غوښتنه کوي؛ خو د ا.ا ویاند د هغوی له حقونو د ملاتړ ترڅنګ وايي، د دې ډول ستونزو د شتون په صورت کې اړوندو مراجعو ته په مراجعې سره به «ځانګړې همکاري» وشي.

ځیني راپورونه ښیي چې په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې اټکل کېږي چې ۷۰۰ زره هندوانو او سیکانو په افغانستان کې ژوند کاوه. دغه شمېر په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې شاوخوا ۱۲۰ زره کسانو ته راټیټ شو او د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې یوازې ۱۵۰ هندوان په افغانستان کې پاتې وو.

په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو استازي منجیت سینګ لامبه د دې په تایید سره چې مخکې شاوخوا ۷۰۰ زره هندوان او سیکان په افغانستان کې اوسېدل، خو د جګړو او ناامنيو له امله ډېرو هېواد پرېښود او تر ۱۴۰۰ لمریز کاله د هندوانو ۱۷۰ کورنۍ په افغانستان کې پاتې وې، خو زیاتوي چې د دغه کال تر وروستیو پورې له دې امله چې کاناډا هېواد هغوی ته ويزې ورکړې، ډېرې کورنۍ یې له افغانستانه ووتلې.

د هغه په وینا، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د افغانستان د عدلیې وزارت له لوري د هندوانو او سیکانو د غصب شوو ملکیتونو د بېرته راګرځولو له اعلان وروسته یو شمېر اهل هنود بېرته هېواد ته راغلي څو د خپلو جایدادونو ترلاسه کولو ترڅنک په هېواد کې پانګونه وکړي.

منجیت سنګ لامبه چې د بېرته راغلو له ډلې دی وايي چې اوس‌مهال د اهل هنود او سیکانو شاوخوا سل کسان په افغانستان کې اوسېږي او د هندوستان له لوري د ویزې ستونزې د حل په صورت کې به د هغوی ډېرې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شي؛ ځکه چې اوس په هېواد کې امنیتي ستونزې هوارې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «اوس زموږ د ژوند شرایط له مخکې ښه او امن شوي او په ارامه فضا او له قومي توپیر پرته په افغانستان کې ژوند کوو.»

د هغه په خبره، هغه هندوان چې په افغانستان کې اوسېږي، سږ کال یې د ويساک مراسم په کابل، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو کې د امن په فضا کې ترسره کړل.

هغه زياته کړه: «د ويساک مراسمو په ورځ د اسلامي امارت ځواکونو د دغو مراسمو د امنيت د تأمین لپاره له موږ سره همکاري وکړه او موږ د اسلامي امارت له ملاتړه مننه کوو.»

منجيت سینګ لامبه وايي: «ټولو ته معلومه ده چې موږ بې‌غرضه خلک یو، له چا سره کار نه‌ لرو، له سیاست سره کار نه ‌لرو او په خپل کار او غریبۍ کې لګیا یو، خو مخکې چې وو، زموږ سرداران به له ډېر ازار او اذیته تلل او وطن به یې پرېښوده؛ ځکه چې دوکان ته به یې راتلل او جزیه به یې ترې اخیسته او ستونزې به یې ورته جوړولې، خو اوس د خدای شکر دی اسلامي امارت راغلی او څوک له چا سره غرض نه‌ لري، ارام یو.»

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په تېرو څلورو لسیزو او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې یې په افغانستان کې «له حد ډېرې» ځمکې، کورونه او دوکانونه غصب شوي دي.

لامبه وویل: «زموږ سرداران له انګلیستان، کاناډا او اسټرالیا بېرته افغانستان ته راغلي څو په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي، دوی وايي چې موږ د افغانستان یو او غواړو په خپل هېواد کې پانګونه وکړو.»

هغه چې د خپلو جایدادونو غصبېدل یې لویه ستونزه وبلله، له اسلامي امارته یې وغوښتل چې د ځمکو او ملکیتو په بېرته راګرځولو کې ورسره همکاري وکړي.

هغه وړاندیز وکړ چې د هندوانو او سیکانو د جایدادونو بېرته راګرځولو لپاره دې یوه ځانګړې کمېټه یا محکمه جوړه شي.

ورته مهال، د افغانستان د ا.ا وياند ذبيح‌الله مجاهد پژواک ته وويل: «د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولو هندوانو حقونو ته رسېدنه کوي، که مراجعه وشي، ان‌شاءالله همکارۍ به وشي.»

هغه زياته کړه: «موږ د دې غوښتونکي یو چې زموږ هندو هېوادوال د خپلو ځمکو، درمسالونو او دغه‌راز د د نورو ملکيتونو برخه کې که تلف شوي وي، په هغو ساحو کې چې هغوی دي، اړوندو سرچینو ته دې مراجعه وکړي، فوق‌العاده همکاري ورسره کېږي او حقونو ته یې ځانګړې پاملرنه کېږي؛ ځکه حکومت دنده لري چې د ټولو وګړو له حقونو ساتنه وکړي، رسېدنه ورته وکړي، اړتیاوې او ستونزې یې حل کړي.»

مجاهد د هندوانو د ويزو د ستونزې په اړه وويل: «د افغانستان اسلامي امارت د خپلو وګړو د حقونو د خوندیتوب لپاره کوښښ کړی او کوي یې، په ځانګړې توګه زموږ هندو او سيک وګړي چې بېرته هېواد ته راځي، موږ ورته هرکلی وایو چې هېواد ته راستانه شي او ارام ژوند وکړي، ان‌شاءالله چې ساتنه به یې وشي، د هغوی د ځان، مال او عزت.»

هغه زياته کړه چې د نورو افغانانو په څېر به د هغوی د تګ‌ راتګ ستونزې هم حل او اسانتیاوې به ورته برابرې شي.

مجاهد زياته کړه: «موږ له بېلابېلو هېوادونو سره په خبرو بوخت یو، په هر ځای کې چې د افغانانو په تګ راتګ کې د ويزې کومه ستونزه وي، هغه درک کوو او مناسبه حل‌لاره ورته پيدا کوو، ان‌شاءالله چې د اهل هنودو لپاره به هم د نورو افغانانو په څېر په دې برخه کې کوم توپیر شتون ونه‌ لري او د هغوی د ستونزو د حل لپاره ټولې هڅې کېږي.»

بلخوا، د افغانستان د سترې محکمې د بهرنيو اړيکو امر عبدالواحد حقاني وايي چې د افغانستان په قضايي نظام کې د افغانانو، بهرنیانو او اهل ذمه کسانو په ګډون د ټولو خلکو چارو ته د رسېدو لپاره يوه واحده محکمه شتون لري او دوسیې په جلا توګه نه ثبتېږي او نه څېړل کېږي.

د سترې محکمې د بهرنيو اړيکو امر زياتوي: «په محاکمو کې ټولو ته په یوه سترګه کتل کېږي او د اسلامي شريعت د اصولو پر بنسټ د هېواد د ټولو وګړو ستونزو ته رسېدنه کېږي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.