Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د متقاعدینو د حقوقو ورکړې لړۍ پیل شوه

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي چې د متقاعدینو د حقوقو ورکړې لړۍ یې پیل کړې او په لومړي پړاو کې به د نهو تثبیت شوو ادارو د متقاعدینو حقوق ورکړل شي.

د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د اسلامي امارت د مشرتابه د ۱۴۴۶ هـ. ق کال د ۱۲‎مي ګڼي فرمان د ښه تطبیق په موخه د دغه وزارت د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست له یوه منظم مهالوېش سره سم، د متقاعدینو د حقوقو د ورکولو لړۍ پیل کړه.»

خبرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت به د منظم مهالوېش له مخې د ملکي او نظامي متقاعدینو حقوق له ځانکړې محکمې او اړوندو ادارو سره په همغږۍ او د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست په ګډ کاري مرکز کې د طی مراحلو له بشپړېدلو وروسته اجراء کړي.

سرچينې زیاته کړې، په لومړي پړاو کي به د نهو تثبیت شوو ادارو د متقاعدینو حقوقو ته سر له نن څخه د یوې میاشتي په موده کې رسېدنه وشي.

مالیې وزارت څرګنده کړې چې په دغو نهو ادارو کې د سټنډرډ ملي اداره، د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره، د بدني روزني او سپورټ عمومي ریاست، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د چاپېریال ساتني ملي اداره، د ارګ د ساتني عمومي ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او د اقتصاد وزارت متقاعدین شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې د یادو ادارو متقاعدین کولای شي ځانګړې محکمې ته خپلې عریضې وړاندې کړي.

یاد وزارت لیکلي چې د پاتي نورو ادارو مهالوېش به د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته د روان مالي کال د وږي پر ۲۵ مه اعلان شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.