Language

غزني کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲ وږي ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز او اب‌بند ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې لومړۍ پېښه تېره ورځ د غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند محمدي پمپ ته څېرمه د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپيان شوي دي.

سرچینه دغه راز وايي، دويمه پېښه د اب‌بند ولسوالۍ د تودې چینې سیمه کې د یوه کوچني موټر چپه کېدو له امله شوې چې د دوو ښځو په ګډون درې کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

سرحدي وویل، د دواړو پېښو سیمو ته د لویو لارو ساتونکي پر وخت رسېدلي، ټپيان او د مړو جسدونه یې د غزني ملکي روغتون ته لېږدولي او موټر یې د ترافیکو مدیریت ته سپارلي دي.

Related Topics