Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان او هرات کې د درېیو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

ایبک‌، هرات (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): ځايي مسوولین د سمنګان ولایت د مرکز ایبک او هرات ښارونو کې د څه باندې ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو پرمختیايي پروژو چارو له پیلېدو خبر ورکوي.

د سمنګان د مرکز ایبک ښاروال محمدفیروز فاروقي وویل چې په ایبک ښار کې د دوو پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه، په یادو پروژو کې د ۵۶۰ مترو په اوږدوالي او ۷ متر په سور د ولایت مقام سړک قیراچونه او دغه‌راز د ۹۱۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په سور د علماوو شورا، استیناف محکمې او جهادیه مدرسې سړک پخول شامل دي

نوموړي وویل، د یادو دوو پروژو ټولیز لګښت څه باندې ۱۸ میلیونه او ۴۱۹ زره افغانۍ دی چې د ایبک ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي.

د هغه معلوماتو له مخې، د یادو دوو پروژو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه‌راز، یو شمېر ځايي اوسېدونکي د یادو پروژو د چارو له پیلېدو هرکلی کوي او د ښاري پرمختیا برخه کې یې مهم ګام وباله.

د ایبک ښار یوه قومي مشر قاري عبدالبصیر حکیمي وویل چې د یادو پروژو پیل د تګ راتګ برخه کې د سلګونو کورنیو ستونزې هواروي.

بلخوا، د هرات ښار په نهمه ناحیه کې د «شرکت پشم» سړک پخولو چارې پیل شوې.

د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وویل چې په یاده پروژه کې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو په سور د سړک پخول او دواړو خواوو ته یې د ویالو جوړول شامل دي چې د ۶ میلیون افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې پلې کېږي.

د هغه په وینا، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په یاده سیمه کې د تګ راتګ برخه کې د خلکو ستونزې د پام وړ کمې شي.

ځايي اوسېدونکو د یادې پروژې د چارو له پیلېدو د خوښي څرګندولو ترڅنګ له ښاروالۍ وغوښتل څو د کار د څارنې سربېره د «شرکت پشم» ساحې د کوڅو پخولو لپاره دې هم د اړتیا وړ بودجه ځانګړې کړي.

د هرات ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، یاده پروژه به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.