Language

پر یمن د اسراییلو برید کې ۹۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اسراییلو د یمن پر پلازمېنې صنعا ښار هوایي بریدونه کړي چې په‌کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپورو له مخې، اسراییلو ویلي چې د بریدونو موخه یې یو پوځي کمپلېکس و چې د ولسمشرۍ ماڼۍ، دوه برېښناکارخونې او د تېلو زېرمه په کې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یمن روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

سرچينه زیاتوي، د تېرې جمعې په ورځ حوثیانو ویلي وو چې یو بالستیک توغندی یې د اسراییلو پر لور توغولی دی.