Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسیا د ملتونو جام (کافا) سیالیو مهالوېش اعلان شو

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): د مرکزي اسیا د فوټبال کنفدراسیون د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو جام (کافا) د ګروپي سیالیو مهالوېش اعلان کړی چې له مخې یې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د وږي په اوومه له ایران سره ترسره کړي.

د مرکزي اسیا د فوټبال کنفدراسیون نن  پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، دوی خوښ دي چې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو جام (کافا) د ګروپي سیالیو رسمي مهالوېش شریکوي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په B ګروپ کې له ایران، تاجکستان او هند سره لوبېږي چې د یادو لوبډلو لوبې به په تاجکستان کې ترسره شي.

د دغه مهالوېش له مخې، افغانستان به خپله لومړی لوبه د روانې اګسټ میاشتې په ۲۹مه له ایران سره، دویمه لوبه به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په لومړۍ له تاجکستان سره او درېیمه لوبه به د همدې میاشتې په څلورمه د هند له لوبډلې سره ترسره کړي.

همدارنګه د دغو سیالیو په A ګروپ کې اوزبېکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او عمان لوبډلې شاملې دي چې لوبې به یې په اوزبېکستان کې ترسره شي.

د مرکزي اسیا د کنفدراسیون د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د اګسټ په ۲۹مه پیلېږي او د سپټمبر میاشتې تر اتمې پورې به دوام ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.