Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د «باتوران دود» سیالۍ ترسره شوې

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د باتوران دود ملي فدراسیون وايي چې په کابل کې د اتو کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د باتوران دود سیالۍ ترسره شوې.

د افغانستان د باتوران دود ملي فدراسیون سرپرست صدام حسین غفوري پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ چې نن ترسره شوې، د کابل د اتو کلبونو سلو ورزشکارانو ګډون په‌کې کړی و.

هغه زیاته کړه چې یادې سیالۍ په دوو (فورم او مبارزې) سبکونو کې ترسره شوې.

د نوموړي په خبره چې دغه سیالۍ د باتوران دود ورزش برخه کې د غوره استعدادونو پیدا کولو په موخه ترسره شوې.

د یادو سیالیو یو ګډونوال خلیل‌الله وایي چې داسې سیالۍ ترسره کول د باتوران دود ورزش د پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي.

هغه وویل چې دغه سیالۍ د باتوران دود ورزش برخه کې د نوو ځوانو استعدادونو پیدا کولو لپاره ډېرې ګټورې دي.

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د باتوران دود ورزش برخې له لوبغاړو سره دې د وسایلو او نورو برخو کې همکاري وکړي.

د دغو سیالیو بل ګډونوال عبدالرازق وایي، داسې سیالۍ د باتوران دود ورزشکارانو ترمنځ یووالی او همغږي راولي.

هغه د المپیک له ملي کمېټې غوښتنه وکړه چې د یاد ورزش لوبغاړو ته پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.