Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لاوروف: د پوتین او زلینسکي ترمنځ هیڅ لیدنه پلان شوې نه ده

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د مسکو او کې‌یف ترمنځ د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هڅو سربېره، د پوتین او زلینسکي ترمنځ هیڅ کومه لیدنه پلان شوې نه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له اېن‌بي‌سي نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي د یوې هوکړې لپاره د ټرمپ وړاندیز شوي شرایط رد کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلینسکي ترمنځ هیڅ کومه لیدنه په پلان کې نشته.

هغه دغه راز ویلي: «پوتین چمتو دی څو د یوې تګلارې تر جوړېدو له زلنسکي سره وګوري او د کار دا تګلاره اصلاً چمتو نه ده.»

لاوروف څرګنده کړې: «ولسمشر پوتین په ښکاره وویل چې لیدنې ته چمتو دی، په دې شرط چې دغه لیدنه واقعاً د کار اجنډا وي.»

هغه ادعا کړې چې اوکراین د سولې د هوکړې پر لور د پرمختګ مخنیوی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر تېره اونۍ یو شمېر اروپايي هېوادونو له رهبرانو سره تر کتنې وروسته وویل چې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د لیدنې لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.