کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، اروپايي ټولنه د افغان ماشومانو د ملاتړ، په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي، لس میلیون یورو مرسته کوي.
د یونیسف په خبرپانه کې راغلي، په دغه پروګرام کې په راتلونکو درېیو کلونو کې په پولو کې د بېسرپرسته ماشومانو بېړنی مراقبت، په ۱۲ ولایتونو کې د زدهکړو او روغتیایي خدمتونو ملاتړ او د راستنېدونکو د بیا ادغام او له ۱۸۰ زره ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته شامل دي.
سرچینه زیاتوي، له پاکستان او ایران څخه د ډېرو کډوالو راستنېدنې د ماشومانو د ملاتړ پر خدمتونو ډېر فشار راوړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «هغه ماشومان چې یوازې سفر کوي، له ډېرو خطرونو لکه تاوتریخوالي، ناوړه ګټې اخیستنې او نه پاملرنې سره مخ دي.»
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د همکاریو مشر اریک بیوم ویلي: «له یونیسف سره زموږ د دې مرستې موخه د بېځایه شوو افغان ماشومانو د ملاتړ پیاوړي کول دي؛ زموږ مرسته د کډوالۍ او جبري بېځایه کېدو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ځوانانو برخه کې د بنسټیزو خدمتونو او فرصتونو برابرولو لپاره د اروپايي ټولنې د پراخې ژمنې یوه برخه ده.»
په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاجالدین اویواله ویلي چې په روان کال کې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې دو میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي چې نیم میلیون یې ماشومان دي او هر ماشوم باید د ساتنې، پاملرنې او د ودې د فرصت حق ولري.
سرچینه زیاتوي، له ۲۰۱۸ کال راهیسې لسګونه زره ماشومان له بنسټیزو خدماتو برخمن شوي؛ یوازې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۱۴ زره یتیم ماشومان چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، مرسته ترلاسه کړې چې له دې ډلې ۹ زره ماشومان د اروپايي ټولنې او یونیسف د ګډې همکارۍ له لارې حمایت شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP