Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

مزارشریف (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): بلخ کې ځايي سرچینې وايي چې د حیرتان – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

د بلخ د امینې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې نن سهار د حیرتان – مزارشریف پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، یاده پېښه هغه‌ مهال شوې چې یو «پیکنیک» موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې د یادې پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.