کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): کابل کې د «تنور» په نوم د نوي چاپ شوي ناول د مخکتنې غونډه کې چارواکو ناول د «دعوت او تبلیغ»، د ځوانانو د ذهنونو تنویر او یوې ټولنې د مثبت بدلون برخو کې مهم وباله او له ځوانانو یې وغوښتل چې مطالعې ته مخه او خپله علمي کچه لا لوړه کړي.
نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو په ریاست کې د دادمحمد ناوک د نوي لیکل شوي ناول «تنور» مخکتنه وشوه.
د ریاستالوزراء د دفتر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال او لیکوال قاري عبدالستار سعید په نننۍ ناسته کې وویل: «دعوت او تبلیغ مهمې لارې لري چې یو یې د لیکوالۍ او قلم لار ده او تر ډېره بریده دغه چاره د ناول په بڼه په ښه ډول ترسره کېدی شي.»
هغه وویل: «د یوې کیسې بیانول په صميمانه ډول ، لاشعور ته نفوذ کوي او ډېر زیات اثر لري او ناول په دې برخه کې خپل ځای لري، حساب ورباندې کېږي او ډېر خلک یې له همدې امله خوښوي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د عامه کتابتونو رییس ډاکتر رفیعالله صمیم په نننۍ ناسته کې پر ځوانانو غږ وکړ چې مطالعې ته مخه کړي او خپله علمي کچه لا لوړه کړي.
هغه له لیکوالانو وغوښتل چې له عامه کتابتونونو سره د کتابونو برخه کې همکاري وکړي څو ځوانان یې مطالعه کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معینیت سلاکار بختیار غورځنګ وویل چې ناول په ننني عصر کې د یو مثبت بدلون سبب شوی او د ځوانانو د ذهنونو په تنویر او د مطالعې په دودولو کې یې مهم رول لوبولی دی.
هغه وویل: «دا چې په ناول کې هم مینه وي او هم په زړه راښکونکي ډول لیکل شوی، نو کله چې څه د ځوانانو لپاره زړه راښکونکي وي د هغې مطالعې ته دوام ورکوي او بله دا چې هغه ناول چې د ټولنې په ارزښتونو باندې لیکل شوی، نو موثریت یې هم ډېر وي.»
لیکوال انعامالحق انصاري په نننۍ ناسته کې د دادمحمد ناوک پر ژوند خبرې وکړې او وویل د «تنور» ناول ترڅنګ، «ارواه څه ده؟»، «مېخونه»، «د لنډې کيسې کرکټر»، «په قرانکریم کې ارواهپوهنه»، «مسلمان ناول»، «تفکر»، «یو لمر او څلور ستوري»، »د ماښام ستوري»، »قرانکریم څنګه ولولو»، «د بهرني سياست بنسټونه»، «نمونه مدیریت او کتابونه یادښتونه» د ناوک هغه څېړنیز، ژباړل شوي او ادبي اثار دي چې چاپ شوي دي.
د «تنور» ناول لیکوال دادمحمد ناوک په نننۍ ناسته کې وویل، د یوه کار پایله هغه مهال په ښه ډول څرګنداېدای شي چې لیکوالان او د چارو پوهان یې وګوري او علمي نظرونه پرې ورکړي.
ناوک وویل: «تنور یو فکر پاروونکی داستاني روایت دی چې فکري، ټولنیز او رواني پوښتنې راپورته کوي او هغو ځوانانو ته چې د ناسم فکر او اندېښنو ښکار شوي، منطقي او مستدلل ځوابونه وړاندې کوي.»
هغه له ټولو وغوښتل چې دغه ناول ولولي او له لیکوالانو یې هم وغوښتل چې د یاد ناول کمۍ په نښه له نوموړي سره یې دې شریکې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP