Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک رغولو چارې پیل شوې

کندهار (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د کندهار ښار په نهمه ناحیه د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت د درې‌نیم کیلومتره سړک رغولو چارې پيل شوې.

دغه سړک درې‌نیم کیلومتره اوږدوالی لري چې د کندهار ښار د نهمې ناحیې له برېښناکوټه پیلېږي او تر ګلدان سیمې پورې رسېږي.

د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې ‎دغه سړک اروزګان ولایت او د کندهار شمالي ولسوالۍ له کندهار ښار سره نښلوي، نو ځکه حیاتي ارزښت لري.

هغه زیاته کړه: «پخوا دا لاره ډېره تنګه وه او موټر به تل له ګڼې‌ګوڼې او ترافیکي ستونزو سره مخ کېدل؛ د خلکو د اسانتیا لپاره تېر کال د دې سړک پراختیا پیل شوه او اوس یې د رغونې عملي چارې پر مخ وړو.»

هغه زیاته کړې چې د سړک رغونه به نه یوازې د ترانسپورټ ستونزې حل کړي، بلکې د سوداګرۍ، کرنیزو محصولاتو او ورځنیو توکو د چټک او خوندي لېږد لپاره به هم ډېره مهمه اسانتیا برابره کړي.

د سیمې اوسېدونکي د دې نوې پروژې په اړه خوښي څرګندوي او وایي چې دا به د دوی د ورځني ژوند لپاره خورا ارزښتمن بدلون رامنځته کړي.

نظرمحمد چې د نهمې ناحیې اوسېدونکی دی، په دې اړه وویل: «پخوا پر دې لارې ډېره ګڼه ګوڼه وه، موټر به ډېر وخت بند پاتې کېدل، کله کله به د ترافیکي پېښو لامل هم کېده، خو اوس چې پراخېږي، موږ هیله لرو د خلکو ژوند اسانه کړي.»

دغه راز، د سیمې یوه بل اوسېدونکي رحمت‌الله وویل: «زموږ کرنیز توکي به ډېر ځله پر وخت نه رسېدل؛ ځکه موټر به بند پاتې کېدل، که دا پروژه بشپړه شي، زموږ حاصلات به پر وخت بازار ته ورسېږي او اقتصاد ته به مو ګټه وکړي.»

د سیمې اوسېدونکي وایي، د دغه سړک کار باید په چټکۍ ترسره شي، څو د ورښتونو له امله یې چارې ټکنۍ نه شي.

د یادې سیمې یو اوسېدونکی محمدصادق وایي: «دا سړک زموږ د ټولو لپاره یوه اړتیا وه، له دې سره نه یوازې د خلکو تګ راتګ اسانېږي، بلکې زموږ سیمې ته د ښاري خدماتو لاسرسی هم زیاتېږي، خو غوښتنه مو دا ده چې کار یې ژر ترسره شي.»

د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د اوومې ناحیې اړوند د پنجوايي دوه‌لارې سړک کارونه هم د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.