Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): د چارو پوهان او تجربه‌لرونکي کروندګر وایي، په لږو اوبو د ډېرو ځمکو خړوبولو لپاره باید د څاڅکي اوبولګولو سیسټم عام شي او حکومت او مرستندویه موسسې دې په دې برخه کې کروندګرو ته د عامه پوهاوي ورکولو ترڅنګ له هغوی سره اړینې مرستې وکړي.

د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی؛ د ځمکې تودوخه په ځینو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه) شین‌کوریز ګازونه خپروي، خو د راپورونو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري؛ دغه وضعیت د هېواد کرنیز سکټور سخت اغېزمن کړی؛ هغه سکټور چې لا هم نږدې ۸۰ سلنه افغانانو ته د ژوند کولو بنسټیزه سرچینه بلل کېږي. له اقلیمي بدلونونو سره تړلي بې‌وخته بارانونه او سېلابونه د حاصلاتو د له منځه تلو او کمښت لامل شوي دي. دا مهال د افغانستان ډېرې سیمې وچکالۍ ځپلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوس هم کرنیزې اوبه تر ډېره په پخوانۍ دودیزه بڼه لګول کېږي او د څاڅکي اوبولګولو سیسټم ډېر کم خلک کاروي.

د څاڅکي اوبولګولو سیسټم څه ډول سیسټم دی؟

د چارو پوهان وایي، د دغه سیسټم په وسیله اوبه د پایپونو او څاڅکي‌څڅوونکو له لارې یوازې د ونو او بوټو ريښو ته ورځي او په لږو اوبو ډېرې کروندې خړوبېدای شي او ښه حاصل ورکوي.

د څاڅکي اوبو‌لګولو ډولونه

  • د ټیټ فشار سیسټم: د وړو او منځنیو کروندو لپاره مناسب دی او په لاس یا د کوچنیو پمپونو په وسیله کار کوي.
  • د لوړ فشار سیسټمونه: د پراخو او صنعتي کروندو لپاره دی او د قوي فشار لپاره پمپونو ته اړتیا لري.
  • یو اړخیز سیسټم: د کښتونو د لیکو ترڅنګ پایپونه غځول کېږي او اوبه بوټو ته د څاڅکو په ډول رسېږي.
  • دوه اړخیز سیسټم: د کښت د لیکو دواړو خواوو ته پایپونه غځول کېږي او په هغو کې د منظمو سوریو له لارې اوبه د بوټو او ونو ريښو ته ورځي.
  • حلقوي سیسټم: سوري پایپونه د کښت د لیکو شاوخوا په دایروي بڼه غځول کېږي.
  • تر خاورې لاندې د څاڅکي ابولګولو سیسټم: پایپونه له څاڅکوڅڅوونکو سره ۴۰ سانتي‌متره تر ځمکې لاندې خښېږي او ریښو ته اوبه رسوي.
  • د لندوونکو پایپونو سیسټم: اوبه د پایپونو په اوږدو کې د کوچنیو سوریو له لارې ورو ورو څڅېږي؛ دغه سیسټم د باغونو لپاره مناسب دی.
  • د ټیپ سیسټم: له پلاستیکي وړو سوري‌لرونکو پټو کار اخيستل کېږي او په لیکو کې اېښودل شوو بوټو ته اوبه ورکوي.
  • د اوبولګولو ځیرک سیسټم: له دې لارې د اوبولګولو وخت او د اوبولګولو کنټرول د موبایل له لارې ترسره کېږي.
  • مایکرو سپرې سیسټم: پر کروند له پاسه اوبه پاشي.

د دې ترڅنګ کېدای شي نور سیسټمونه هم شتون ولري.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې کادري غړي پوهنیار مصطفي عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په نړۍواله کچه د څاڅکي اوبولګولو سیسټم بېلابېل ډولونه لري، خو په افغانستان کې چې ډېر کارول شوی او ښه پایله یې لرلې ده، د ځمکې پر سر یا په سطحي ډول د څاڅکي اوبولګولو ساده سیسټم دی.

د څاڅکي اوبولګولو لګښت او ګټې

عابد وایي چې د څاڅکي اوبولګولو سیسټم لګښت د ځمکې اندازې، د ځمکې لوړوالي او ژوروالي، د اوبو د سرچینو واټن او د سیسټم په اړه د ځمکې د مالک او کروندګر په پوهاوي پورې اړه لري، خو په منځنۍ کچه د سطحي سیسټم لپاره په افغانستان کې پر یوه جریب ځمکه له ۳۰ زره تر ۴۵ زره افغانیو لګښت راځي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال له دغه سیسټمه په ننګرهار، هرات، نیمروز، زابل، بغلان او جوزجان ولایتونو کې ځیني بزګران کار اخلي، خو شمېر یې کم دی. نوموړي وویل چې دغه سیسټم ځینو بزګرانو په خپل شخصي لګښت جوړ کړی او ځینو ته موسسو لګولی دی.

هغه وایي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې کروندګر له وچکالۍ سره مخ دي؛ په داسې حالاتو او هغو سیمو کې چې هلته اوبه کمې دي، دغه سیسټم ډېر ګټور دی.

د عابد د معلوماتو له مخې، په دودیزه بڼه د اوبولګولو له لارې له ۴۰ تر ۶۰ سلنه اوبه ضایع کېږي، خو د څاڅکي اوبولګولو سیسټم بیا د دغو ضایعاتو مخه نیسي او ورسره د حاصلاتو کچه هم لوړېږي.

دی وایي، اسلامي امارت او نړۍوالې ادارې باید په دې برخه کې ډېر کار وکړي؛ کروندګرو ته باید د دغه سیسټم په جوړولو کې سبسایډي او ترڅنګ یې اړین پوهاوی ورکړي، څو دغه سیسټم په افغانستان کې عام شي.

په کندهار کې د څاڅکي اوبولګولو سیسټم یو تخنیکي کارکوونکی نوید باور وایي، د دغه سیسټم له لارې کروندګر کولای شي ۷۵ سلنه اوبه سپما کړي.

هغه زیاتوي، دغه سیسټم د انارو باغونو لپاره ډېر اړین دی؛ ځکه چې د انار ونې د ډنډ اوبولګولو پر وړانډې حساسې دي، ځیني امراض په‌کې پیدا کېږي او په حاصلاتو کې یې کمښت هم راځي.

هغه زیاتوي چې د دغه سیسټم له لارې نه یوازې اوبه سپمېږي، بلکې کروندګر کولای شي چې کود هم سپما کړي، پر وخت یې ورکړي او دغه راز د افاتو او اضافي بوټو شنه کېدو مخنیوی وکړي.

کروندګر څه وایي؟

ننګرهار کې د دولتزیو سیمې یوه کروندګر ولي‌خان پژواک ته وویل چې د دوی په سیمه کې څوک د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه کار نه اخلي او نه هم ورسره بلد دي.

هغه زیاتوي: «دا وطن وچ دی او د څاڅکي اوبولګولو سیسټم ښه نتیجه ورکوي، نم ساتي، که نیالګی وي، که فصل وي، ډېر ښه راځي، موږ غواړو چې دغه سیسټم زموږ لپاره برابر شي، د اوبو ذخیرې ورته جوړې شي.»

د غزني ولایت اوسېدونکی روح‌الله روحاني هم وایي چې په غزني کې ډېری کروندګر د څاڅکي اوبولګولو په طریقه نه پوهېږي، خو دی اراده لري چې د خپلو ځمکو لپاره دغه سیسټم فعال کړي.

هغه وویل چې بزګران باید له دغه نوو سیستمونو سره ځانونه بلد کړي او حکومت دې هم په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهای ورکړي او مالي او تخنیکي مرستې دې ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د میدان‌وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د بادام کلي اوسېدونکی احمدجان وایي چې د دوی په سیمه کې د اوبو کچه ډېره ټيټه شوې او دی اوس د څاڅکي اوبولګولو سیسټم کاروي چې ډېره ښه نتیجه یې ورکړې ده.

هغه وویل، د دوی یوه کلیوال په ایران کې د کرنې برخه کې کار کاوه، کله چې څو کاله مخکې بېرته هېواد ته راستون شو، د خپلو ځمکو لپاره یې د څاڅکي اوبولګولو سیسټم جوړ کړ، له هغه وروسته په دې سیمه کې اوس یو شمېر کروندګر له دغه سیسټمه کار اخلي.

احمدجان زیاته کړه، دی د خپلې ځمکې لپاره دوه اېنچه اوبه لري، په دغو اوبو په عادي ډول پنځه جریبه ځمکه خړوبولی شي، خو د څاڅکي اوبولګولو له لارې کولای شي له لس تر ۱۶ جریب ځمکه خړوبه کړي.

د نوموړي په خبره چې د څاڅکي اوبولګولو له سیسټم سره ډېر کروندګر نااشنا دي، نه پوهېږي، هغه لګښت چې غواړي دوی یې پر دغه سیسټم وکړي، ګټه به ورته وکړي او که تاوان، په داسې حال کې چې له دې لارې د ځمکو حاصلات ډېرېږي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ د نوي کلي یو بزګر صفت‌الله هم وایي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خپلو ځمکو خړوبولو لپاره د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه کار اخلي او ډېر هوسا شوی دی.

هغه وویل چې پر خپله اته جریب ځمکه هر کال بېلابېل محصولات کري خو دغه اته جریب ځمکه په دودیز ډول پنځه کسان هم نه شي خړوبولی خو دی یې اوس د څاڅکي سیسټم له لارې یوازې اوبه کوي.

هغه زیاته کړه چې د څاڅکي اوبولګولو سیسټم له لارې یې هم لګښت کم راځي او هم ښه حاصلات ترلاسه کوي.

د نوموړي په خبره چې نور بزګران دې هم دغه ډول سیسټم جوړ کړي.

حاتمي: هڅه کوو د څاڅکي اوبولګولو سیسټم عام شي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شېرمحمد حاتمي وایي چې د اقلیمي بدلون له امله راغلې وچکالۍ د هېواد په کچه په ځینو سیمو کې کروندګر له ستونزو سره مخ کړي، خو د څاڅکي اوبولګولو له لارې بزګران کولای شي په لږو اوبو ډېرې ځمکې خړوبې او ښه حاصلات ترلاسه کړي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې یاد وزارت د اوبو د مدیریت او د بزګرانو ستونزو ته د رسېدو لپاره ډېر پروګرامونه لري چې یو له هغو د څاڅکي اوبولګولو سیسټم دودول دي.

حاتمي دغه راز زیاته کړه، دغه وزارت په جدي توګه هڅه کوي چې د څاڅکي اوبولګولو سیسټم دود شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.