کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي چې د حاجيانو د ښوونکو قانون توشیح شو او د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او دغه راز له حج او عمرې تر راستنېدو وروسته د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حاجیانو د ښوونکو په قانون کې چې توشیح او په رسمي جریده جریده کې خپور شوی، یوه مقدمه، دوه بابونه، درې فصلونه او ۳۶ مادې شاملې دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یې د تطبیق مرجع ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه قانون کې د حاجیانو د معلمینو د تقرر شرطونه، په افغانستان کې دننه او له سفره مخکې، په هوايي میدانونو، په سعودي عربستان او د حج مراسمو په جریان کې او افغانستان ته د راستنېدو پر مهال د هغوی مکلفیتونه او وظایف بیان شوي دي.
سرچینه وایي، د یاد قانون پر اساس د حاجیانو معلمین مکلف دي چې د حاجیانو نظم وساتي، د بعثې له ټولو مسوولینو سره لازم معرفت، همکاري او همغږي ترسره کړي او د سفر له پیله تر پایه د حاجیانو ټولې ستونزې حل کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د حاجیانو لپاره د حج مناسکو اړوند د حکمونو تشریح، د مناسک ادا کولو د څرنګوالي تشریح، د شرعې خلاف عملونو په هکله پوهاوی ورکول او نور مهم موارد د حاجیانو د معلمینو له نورو مکلفیتونو دي چې په دغه قانون کې یاد شوي دي.»
عدلیې وزارت دغه راز وایي چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او دغه راز له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان هم په ۱۴۶۷مه ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP