Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شرافت زمان: تېرو ۶ میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې یو میلیون ماشومانو ته خدمات وړاندې شوي

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتي مرکزونو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۱،۱ میلیون ماشومانو ته خدمتونه وړاندې شوي دي.

د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په یوه ویډیو کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د هېواد د روغتیا برخې ته جدي پاملرنه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د خوارځواکۍ برخه کې د خدمتونو پراخېدل یو له لومړیتوبونو و چې په څه باندې تېرو څلورو کلونو کې په دې برخه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرکزونو شمېر له ۸۰۰ څخه ۳۲۰۰ ته لوړ شوی او اوسمهال په یادو مرکزونو کې ۱۴۳ د بستر او شاوخوا درې زره بېړني خدمتونه وړاندې کېږي.

د شرافت په وینا، د روان زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې له پنځه کلونو کم‌عمره شاوخوا ۱،۱ میلیون ماشومانو لپاره چې پر خوارځواکۍ اخته وو، په دولتي روغتیايي مرکزونو کې خدمتونه وړاندې شوي دي.

شرافت وايي چې یاد وزارت په وروستیو کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د رسېدنې لپاره پر ځينو پالیسیو او ستراتیژیو کار پیل کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.