Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلامي امارت پنځه‌کلنه پراختیایي تګلاره وړاندې شوه

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د افغانستان پراختیایي تګلاره تدوین او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظوره شوې ده؛ دغه تګلاره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو موخو ترلاسه کولو لپاره ترتیب شوې او ټولې امارتي سرچینې به په یو واحد مسیر رهبري کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان پراختیايي تګلاره تدوین او منظور شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه تګلاره له داخلي ظرفیتونو او منابعو په استفادې د هېواد د لویو او اساسي موخو ترلاسه کولو لپاره ترتیب او د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پراساس منظور شوې ده.

د مجاهد په خبره: «دغه تګلاره هغه جامع، واحد او اوږدمهال سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو موخو ترلاسه کولو په پار چمتو او ټولې امارتي سرچینې په یو واحد مسیر رهبري کوي.»

د هغه په وینا، یاده تګلاره د ا.ا د موخو د تحقق لپاره د ټولو وزارتونو او ادارو د شته سرچینو او فعالیتونو توحید او انسجام کوي؛ چې درې رکنونه (ښه حکومتولي او نړۍوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم، اقتصاد او ټولنیزه پراختیا) لري.

نوموړي وویل، دغه تګلاره لس سکټورونه (د اقتصاد او کرنیزو چارو، د طبیعي سرچینو او انرژۍ، د استوګنې او ټولنیزې همغږۍ، د ترانسپورټ او مخابراتو، د دیني او عصري پوهنې او کلتوري چارو، د روغتیا، ټولنیز خوندیتوب او چاپېریال‌ساتنې) او پنځلس د لومړیتوب وړ برنامې لري.

هغه زیاتوي چې په دې تګلاره کې د شرعي قانون د واکمنۍ او د اسلامي ټولنیز عدالت د تامین، د ښې حکومتولۍ او نړۍوالو اړیکو د لومړیتوب، د عامه سکټور د اصلاح، د روڼتیا او حساب ورکونې، د سیمه‌ییزو او نړۍوالو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا، د امنیت د ټینګښت او عامه نظم او سرحدونو د ساتنې د لومړیتوب برنامې شاملې دي.

هغه دغه راز وویل چې دغه تګلاره د قانون تنفيذ، له جرمونو سره د مبارزې او د محلي حکومتولۍ د پیاوړتیا، د ښاري پراختیا او کلیوالي پرمختګ، د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا رکن د لومړیتوب وړ، د طبیعي سرچینو د اغېزناکې او پایدونکې ګټې اخیستنې او د انرژۍ د تامین، د کرنې او مالدارۍ د پراختیا، د مالي مدیریت د ښه‌والي او د برېښنايي تادیاتو د پراختیا، د روغتیايي خدمتونو ښه‌والي او د خوړو خوندیتوب، د پوهنې، بشري سرچینو او کلتوري پراختیا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، د ترانسپورټ او ترانیزیټي زیربناوو د پراختیا برنامې لري.

مجاهد د تګلارې اهمیت ته اشاره وکړه ویې ویل چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد پراختیايي لیدلوري، د لویو موخو او لومړیتوبونو ټاکل، د هېواد د پراختیايي چارو د مدیریت لپاره د واحد چتر رامنځته کول، د نظام د اساسي موخو او لومړیتوبونو ترلاسه کولو لپاره د منابعو مؤثر تخصیص، د هېواد د لویو موخو او لومړیتوبونو د تحقق لپاره د امارتي ادارو د فعالیتونو توحید او انسجام، د هېواد د بنسټیزو موخو په چوکاټ کې د خصوصي سکټور تنظیم او د هېواد په کچه د متوازن انکشاف تسهیل او تسریع ده.

هغه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د دغه اوږدمهال سند په تطبیق سره به غوره پایلې ترلاسه او بنسټیزو موخو ته د رسېدو لپاره به په تدریجي ډول اغېزناک ګامونه پورته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.