کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): په تېرو اتو ورځو کې پر لویو لارو په درېیو خونړيو ترافیکي پېښو کې ۱۵۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې؛ یو شمېر خلک له حکومته غواړي چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره دې اړین ګامونه پورته کړي.
د دغو ترافیکې پېښو په اړه په کورنیو چارو وزارت کې بېړنۍ غونډې شوې او پرېکړه شوې چې د امنیتي چارو د ستر معینیت په همغږۍ هغه مسافروړونکي موټر چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي، ودرول شي او د کابل امنیه قومندانۍ پولیس د سرغړونکو د نیولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
درې خونړۍ پېښې:
- تېره شپه د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند په ارغندۍ سیمه کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شول.
- د تېرې زمري میاشتې په ۲۹مه، هرات کې هم له مازدا ډوله موټر سره د ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر د ټکر له امله ۷۹ کسان مړه او یو ټپی شو.
- دغهراز د همدې میاشتې په ۳۱مه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې له یوه باروړونکي موټر سره د ۵۸۰ ډوله موټر د ټکر له امله ۲۴ کسانو ټپیان شوي وو.
پر ټولنیزو پاڼو د خلکو بېلابېلې تبصرې
صابر سهاک لیکلي: «د دې مړینې مسووليت زموږ د نظام پر اوږو پروت دی، ولې سړک وړوکی دی او رش پرې زیات دی، دومره قرباني له موږ نه جنګ نه وه اخیستې لکه دغه سړک یې چې اخلي، باید سړک ډبل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کابل- کندهار سړک تر بیارغولو وروسته، اوس د کابل غزني د دویم سړک جوړولو چارې روانې دي.
صادق امین بیا وایي چې مسافروړونکي ټرانسپورتي شرکتونو فعالیت دې وځنډول شي او یا دې د سپرلیو د بیمې قانون پلی شي.
دی ادعا کوي چې د دغو شرکتونو موټرچلوونکي «چرسیان او پوډریان» دي او « که پر لار د ورته وويل چې استاده لږ سرعت کم کړه له قصده يې نور هم ﺯياتوي.»
د عیسی په نوم یوه تن لیکلي: «حكومت بايد د ولايتونو منځ کې فاصله معلومه کړي، وخت ورته تعیین کړي، که چېرې له وخت مخکې کوم موټر تجاوز وکړ، نو د درېیو میاشتو لپاره د هغه توقیف او جریمه شي.»
حمیده بهشتۍ لیکلي: «ترڅو چې دوه لاینه سړکونه جوړ نه شي دا پیښې نه کمیږي، یو خو دا د غټو موټرانو ډریوران ټول چرسیان دي، نشې کوي…»
محمد غزنوي لیکلي: «زما خو له اسلامي امارت څخه دا غوښتنه ده، باید بسونه جدي بند کړي، تر څو چې دویم لاس سړک له کابله تر هرات نه وي جوړ شوی، سپرلۍ باید ټولې په فلانکوچ او کاسټرو کی ولاړې شي. د ٥٨٠ بسونو ډریورانو ته په والله شرم دی، دا څنګه ډریوري کوي، د خلکو کورونه یې وران کړل.»
اورنګزېب حمیدي لیکلي: «موټرچلوونکو څخه دې صحي او مسلکی ټېسټ واخیستل شي، هغه چې روږدي دي باید چې لایسنس ور څخه واخیستل شي، د لایسنس د اخیستلو لپاره دې صحي او مسلکي ازموینې سختې او دقیقې شي، پر لارو دې کنټرول زیات شي، د سرعت معلومولو کامرې دې نصب شي.»
هغه دغهراز لیکلي: «افغانان د خپل ژوند په ساتنه کې ولې داسې بې پروا دي چې جنګ نه وي بیا مو ټکر او موټر وژني.»
مدثر یوسفزي هم لیکلي: «تر هغه چې ډریوران صحي چک نه شي هېڅ د حل لار نشته، اکثريت په نیشو روږدي دي.»
باري نوري لیکلي: «زما په نظر دا یو هم ډریور نه دی، خالي اشترینګ ته ناست وي، هېڅ ډول اصول نه مراعاتوي، یو شرکت د بل شرکت سره پر قصد د يوي دقیقې زغم نه لري، خالي ځغلول دي، دا فکر نه کوي چې دا د ناستو کسانو مسوولیت زما پر غاړه دی.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په دغه وزارت کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه بېړنۍ غونډه جوړه شوه.
هغه وویل چې د غونډې ګډونوالو د ترافیکي پېښو د مخنیوي او د عامه خونديتوب د ښهوالي لپاره اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ناسته کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي پر عملي لارو چارو بحث وشو او د ترافیک پولیسو او عامه امن پولیسو تر منځ پر دوامدارې همغږۍ ټینګار وشو، پرېکړه وشوه چې د امنیتي چارو د ستر معینیت په همغږۍ هغه مسافروړونکي موټر چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي، ودرول شي او د کابل امنیه قومندانۍ پولیس د سرغړونکو د نیولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP