کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د عزیزي انرژي ګروپ مشر له ملا عبدالغني برادر اخند سره په کتنه کې د دغه ګروپ له خوا د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې د لومړي فاز چارو د ژر پيلېدو ډاډ ورکړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن د هېواد له ملي سوداګر او د عزیزي انرژي ګروپ شرکت له عمومي رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره کتلي.
سرچینه وایي، په دې لیدنه کې میرویس عزیزي د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پرمختګ راپور د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ته وړاندې کړ.
نوموړي وویل، د تفاهمنامې له لاسلیک وروسته یې ټیمونه د اړوندو وزارتونو له تخنیکي ټیمونو سره یوځای په بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ولایتونو ته ولېږل چې د تېرو دوو اونیو په جریان کې یې ابتدايي سروې او تخنیکي معلومات راټول کړي دي.
د عزیزي انرژي ګروپ شرکت عمومي رییس ویلي چې د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې چارې یې پر درېیو فازونو وېشلې دي چې لومړی فاز به یې د څلور زره ميګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د عزیزي انرژۍ ګروپ شرکت مسوولینو د معلوماتو پر اساس، په لومړي فاز کې د موجودو پروژو عملي چارې به له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په ګډه ژر پيل کړي.
سرچینه وایي چې میرویس عزیزي په دې اړه خپلې غوښتنې هم د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې او د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال او د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولینو د یادو غوښتنو پوره کولو پوره اطمینان او ډاډ ورکړ.
په دې لیدنه کې د ملا برادر د هدایت پر اساس د اړوندو وزارتونو او ادارو او عزیزي انرژي شرکت له استازو ګډه کمېټه جوړه او دنده ورته سپارل شوې څو د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولیدي پروژو د کارونو تعقیب او نظارت ترسره او راپور یې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له مقام سره وخت په وخت شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۱۱مه د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي ګروپ د «انرژۍ پانګونې شرکت» ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په پانګونه د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید هوکړهلیک لاسلیک شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP