کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزیر له نړۍوالو شریکانو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي چې له ۲۰۲۶ کال وروسته به د هېواد روغتیايي سکټور لپاره یو ستراتیژیک او اوږدمهال پروګرام شتون ولري چې په هغه کې د تمویلوونکو رول روښانه شوی او له جامع ارزونې وروسته به د خدمتونو ادغام په منطقي ډول عملي شي.
د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، په یاده غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت ځینو مسوولینو، د روغتیا نړۍوال سازمان، یونیسف، نړۍوال بانک او (Gavi) او نورو مرستهکوونکو سازمانونو استازو ګډون درلود، د افغانستان د روغتیایي سکټور پر اوسني وضعیت، د مرستو پر اهمیت او پر راتلونکو پلانونو خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د غوره او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو لپاره د سرچینو اغېزناک مدیریت، د شفافیت اصل ته ژمنتیا او د فساد پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت وباله او زیاته یې کړه چې له ۲۰۲۶ زېږدیز کال وروسته به د افغانستان د روغتیایي سکټور لپاره یو روښانه او اوږدمهال ستراتیژیک پلان شتون ولري چې په هغه کې به د وزارت د تمویلوونکو رول روښانه او د خدمتونو ادغام به له یوې جامع ارزونې وروسته په منطقي ډول ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې د نوې روغتیایي ستراتیژۍ پر جوړولو کار روان دی، د عامې روغتیا برخې د پياوړتیا لپاره به حیاتي ارزښت ولري چې د BPHS او EPHS خدمتونو د بیاکتنې بهیر هم پیل شوی څو د لومړنیو او ثانوي روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ او د خلکو روغتیا خوندي او اړتیاوې یې پوره شي.
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي، په یاده ناسته کې د روغتیا نړۍوال سازمان، یونیسف، نړۍوال بانک، (Gavi) او نورو مرستندویه سازمانانو استازو وویل چې د افغانستان د روغتیایي سکټور ملاتړ تر ۲۰۲۶ زېږدیز کال پورې تمدیدوي او په دې موده کې به د روغتیا برخه کې د بېړنیو خدماتو (HER) پروګرام د تمویل ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت سره نږدې او ګډ کار هم کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP