کندهار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): په کندهار کې د لبنیاتو د پروسس فابریکو مسوولین وايي، په دغه ولایت کې هره ورځ له مالدارانو لسګونه زره لېتره شیدې راټولوي خو د دې لپاره چې د مالدارانو د محصولاتو ارزښت لا ډېر شي، پر وچو وارداتي شیدو دې تعرفه لوړه شي.
کندهار د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې خلک یې د ژوند اړتیاوې تر ډېره د کرنې او مالدارۍ له لارې پوره کوي.
د ارغنداب ولسوالۍ د منارې سیمې اوسېدونکی نېکمحمد چې هره ورځ د خپلو غواوو شیدې د لبنیاتو د پروسس یوې فابریکې وړي وايي، همدا شیدې یې د کورنۍ د اقتصاد یوازېنۍ سرچینه ده.
هغه زیاته کړه: «ټوله کورنۍ مې د همدې شیدو پیسو ته ګوري، کندهار کې فابریکو زموږ شیدو ته ارزښت ورکړی، د ډېری بېوزلو کسانو اقتصاد پر همدې شیدو ولاړ دی.»
د یادې ولسوالۍ د جیولاهور سیمې اوسېدونکي بختمحمد وویل چې په کور کې دوه غواګانې لري او هره ورځ شیدې د لبنیاتو د تولید فابریکې یوه نمایندهګۍ ته وړي.
هغه زیاته کړه: «له موږ دا شیدې په مناسبه بیه اخیستل کېږي، له دغو لبنیاتي فابریکو مخکې زموږ شیدو هیڅ ارزښت نه درلود؛ ځکه ډېرې وې او د لبنیاتو په دوکانونو کې به خلکو په ډېره کمه بیه اخیستلې.»
د ډنډ ولسوالۍ د کلاچې سیمې اوسېدونکې امنه چې هره ورځ له خپل اته کلن زوی سره د لبنیاتو یوې فابریکې ته شیدې وړي او د هغو په پیسو یې خپل ژوند روان کړی، وایي: «زه هر سهار شیدې د میلکو مرکز ته وړم، غواګانې د همدې شیدو په پیسو ساتم او د کور نورې اړتیاوې هم پوره کوم، مخکې مې د غواګانو شیدې د کلي دوکانونو ته وړې چې په ډېره کمه بیه به یې اخیستې، خو اوس خوشحاله یم چې د شیدو د پلور له لارې ډېرې پیسې ترلاسه کوم.»
کندهار کې د میلکو فابریکې عملیاتي مدیر حیات معصوم وايي، دوی دا مهال له شاوخوا ۶۵۰۰ مالدارانو هره ورځ ۵۵ زره لېتره شیدې راټولوي چې په بدل کې یې هغوی ته هره ورځ تر یونیم میلیون ډېرې افغانۍ ورکوي.
هغه وویل: «موږ هره ورځ ۵۵ زره لېتره شیدې راټولوو، د دې شیدو یوه کمه برخه د هلمند له ځینو ولسوالیوهم راټولیږي، هڅه کوو چې د شیدو کچه نوره هم زیاته کړو. دا مهال زموږ فابریکه له دې شیدو څخه ۳۸ ډوله لبنیاتي تولیدات لري، هغه توکي چې مخکې به یې ډېری له بهرنیو هېوادونو راواردېدل.»
معصوم زیاته کړه، اوس د پخوا حالت نه دی، مخکې به خلکو غواګانې اخیستې خو د شیدو پلور ته به حیران وو، اوس د غواګانو شیدې ډېر ارزښت لري، ان په هلمند کې ډېری کسانو تریاک پلورلي او غواګانې یې اخیستې څو دوامداره ګټه ترلاسه کړي.
د نوموړي په خبره: «ځینو موسسو زموږ په همغږۍ له بېوزلو کورنیو سره د غواګانو مرسته کړې ده چې ډېره ښه پایله یې ورکړې، اوس همدا کورنۍ له شیدو څخه ښه عاید لري.»
معصوم د مالدارانو پر وړاندې یوه جدي ستونزه د وچو شیدو واردات بولي او وایي، لا هم هېواد ته په پراخه کچه وچې یا پوډري شیدې راځي؛ ځکه د هغو بیه تر تازه شیدو ټیټه ده او د لبنیاتو ډېر دوکانونه له هماغو کار اخلي.
هغه ټینګار کوي چې که د دې شیدو مخه ونیول شي او یا هم مالیه ورباندې زیاته شي، د مالدارانو د غواګانو شیدې به لا هم ډېر ارزښت پیدا کړي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي، دا مهال په دغه ولایت کې هره ورځ ۱۲۰ زره لېتره شیدې د غواګانو له لویو او وړو فارمونو ترلاسه کېږي چې ډېری یې په لبنیاتي فابریکو کې پروسس کېږي.
د هغه په وینا، د فابریکو فعالیت له خلکو سره ډېره لویه مرسته کړې ده؛ ځکه شیدو ته تقاضا پیدا شوې او ټول هغه توکي چې مخکې له بهرنیو هېوادونو راواردېدل، اوس دلته په ښه کیفیت تولیدیږي.
هغه زیاته کړه: «په کندهار کې اوس مهال ۶۵۰ لوی او واړه فارمونه شته او همدارنګه زرګونه کورنۍ یوه یا دوه غواګانې ساتي، د همدې غواګانو په شیدو دغه کورنۍ ژوند پر مخ وړي او د دې شيدو پروسس کې ډېره ونډه د فابریکو ده.»
حقمل وایي، تازه په کابل کې د لبنیاتو د تولید یوې نوې فابریکې غوښتنه کړې چې له کندهاره تازه شیدې ترلاسه کړي او اوس پر دې کار روان دی، څو هلته شیدې په ښه توګه ورسول شي.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال په کندهار کې د میلکو او مالدار په نومونو د لبنیاتو د پروسس دوه لویې فابریکې فعالې دي چې په ګډه د ورځې څه باندې ۹۰ زره لېتره شیدې پروسس کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP