Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ډګر ساتنې نوی روزونکی او ډاکتر وټاکل شول

کابل(پژواک، ۵ وږی ۰۴۱۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ایرلېنډ د ملي لوبډلې مخکنی الرونډر جان‌موني د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي او استرالیایی نیرملان تنابالازینګم د نوي ډاکتر (فیزیوتراپېسټ) په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه بورډ د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې مخکنی الرونډر جان‌موني د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي او دغه‌راز استرالیایی نیرملان تنابالازینګم د ملي لوبډلې د نوي فېزیوتراپېسټ یا ډاکتر په توګه وګومارل.

په خپرپاڼه کې راغلي چې دواړه روزونکي اوسمهال د روان تمریناتي کمپ لپاره له لوبډلې سره یو ځای شوي او په راتلونکو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره به هم له ملي لوبدلې سره مل وي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، جان‌موني د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې په ګټه ۹۱ نړۍوالې لوبې کړې او د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په درېیو نړۍوالو جامونو او دغه‌راز د شل اوریزو سیالیو په دوو نړۍوالو جامونو کې د یاد هېواد په ګټه لوبېدلی دی. سربېره پر دې، نوموړي د انګلستان کرکټ بورډ له خوا د روزنې درې‌واړه (درېیمه، دویمه او لومړۍ درجه) کورسونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي دي.

په همدې حال کې، جان‌موني له دې وړاندې په ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ کلونو کې هم د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې د روزونکي په توګه دنده کړې ده. د دې ترڅنګ، هغه په ۲۰۱۹ کال کې د ویسټ‌انډیز ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونکی هم پاتې شوی دی.

بلخوا، د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نیرملان تنابالازینګم خورا پیاوړې تحصیلي او مسلکي مخینه لري. نوموړي په ۲۰۱۰ کال کې د اسټرالیا له سیډني پوهنتون څخه د فېزیوتراپۍ په برخه کې د ماسترۍ او په ۲۰۰۸ کال کې یې له همدغه پوهنتونه د ورزشي او فزیکي تمریناتو په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړی دی. هغه دغه راز د اسټرالیا د فېزیوتراپۍ ادارې او د دغه هېواد د فېزیوتراپۍ ټولنې فعال غړی هم دی.

د سرچینې د معلومات پر بنسټ، تنابالازینګم له ۲۰۱۸ کال راهیسې د کنکورد ورزشي درملو مرکز کې د عمومي فېزیوتراپیست په توګه کار کوي او له ۲۰۲۰ کال راهیسې د متحده عربي اماراتو په نړۍوال شل اوریز لیګ کې د ډیزرټ وایپرز لوبډلې د فېزیوتراپیست په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی د ۲۰۱۷ له مارچ د ۲۰۱۸ کال تر جون میاشتې پورې د سریلانکا د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې او طبي څانګې مشر پاتې شوی دی.

کرکټ بورډ دغه راز ویلي چې نیرملان د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې له ګڼو ملي او نړۍوالو لوبډلو او ورزشي ادارو سره کار کړی چې پکې د اسټرالیا د نیو ساوت ویلز کرکټ اداره، د بنګله‌دېش غوره لیګ رنګپور رایډرز لوبډله، د کاناډا د غوره لیګ مونتریال ټایګرز لوبډله، د کرکټ نړیوالې شورا غوره لوبډله او دغه‌راز د بیګ باش سیالیو د سېډني تندرز لوبډله شاملېږي.

د یادونې ده چې د کرکټ افغان ملي لوبډله اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان او اماراتو پر وړاندې د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ او دغه راز د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه په تمریناتو بوخته ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.