میدانښار(پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): د میدانوردګو د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ اختلاف چې د یوه کس د وژل کېدو لامل شوی و، د سیمهییزو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېد.
د میدانوردګو ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دښمني یوه میاشت مخکې د نظرالدین په نوم د کوچیانو او د رمضان په نوم د ځايي اوسېدونکي د کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه چې د رمضان د کورنۍ یو غړی هم پهکې وژل شوی و.
د میدانوردګو والي قاري بختیار معاذ په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د مقتول له کورنۍ مننه وکړه چې د سولې لاره یې خپله کړه او واک یې منځګړو ته وسپاره.
هغه دغه راز د سولې، یووالي او اسلامي ورورولۍ پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
ورته مهال، د مقتول او قاتل د کورنیو غړو د ولایت له مقام او د ولسوالۍ له مسوولینو او ټولو منځګړو مننه وکړه چې دې قضیې ته پر وخت ورسېدل او د دواړو کورنیو ترمنځ شخړه یې د سولې او ورورولۍ له لارې حل کړه.
سرچینې لیکلي چې د شخړې دواړو لورو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP