Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کافا سیالیو کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د بلل‌ شوو لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ته د بلل شوو ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې ویلي، فیصل‌احمد حمیدي، عیسی عزيزي او کیوان متقیان د ګول‌ساتونکو په توګه او شریف محمد، الیاس منصور، محبوب حنیفي، روح‌الله اقبال‌زاده، عمید ارزو، سیدعارف اکبر او توماس صفري د مدافعینو په توګه ملي لوبډلې ته بلل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، ذوالفقار نظري، رحمت اکبري، یما شېرزاد، علي‌رضا پناهي، محمدنعیم رحیمي او سیدمرتضی فاطمي به د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ملي لوبډلې د هاف‌بک په توګه برخه ولري.

خبرپاڼه کې راغلي چې توفي سکندري، مصور احدي، قمرالدین مازیار کوهیار، حسین زماني، امید موسوي، حبیب‌الله هوتک او بلال ارزو به په دغو سیالیو کې د بریدګرو په توګه برخه واخلي.

د یادونې ده، د افغانستان ملي لوبډله په کافا سیالیو کې په B ګروپ کې د ایران، هند او تاجیکستان له ملي ټیمونو سره یوځای ده.

د هېواد ملي لوبډله به د روانې اونۍ د جمعې ورځ د ماسپښین په ۴:۳۰ بجو د ایران له ملي لوبډلې سره ولوبېږي او وروسته له هغه به په ترتیب له تاجکستان او هند سره سیالۍ ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.