کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۴۰ فغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه، د وږي ۶مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، دغه شمېر افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، له ازادېدو وروسته روانه اونۍ هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې د کندهار د سپینبولدک د کډوالو انتقالاتو د امریت په حواله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر ۷ ورځو په زندانونو کې وو.»
سرچینې زیاته کړې چې دغو کسانو هېواد ته له راستنېدو وروسته بشري مرستې ترلاسه کړې او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې زمري میاشتې په ۳۰مه هم د پاکستان له زندانونو ۱۳۱ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP