Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات ښار کې د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت د ځمکې لاندې لومړني سړک جوړولو چارې پیل شوې

هرات (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۴): هرات ښار کې نن د هرات ښاروالۍ له لوري د ځمکې لاندې سړک جوړولو لومړنۍ پروژې چارې د ځايي چارواکو په حضور کې پيل شوې.

د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام‌جار د یادې پروژې د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل چې یاده طرحه د افغانستان په کچه د ځمکې لاندې سړک جوړولو لومړنۍ لویه پروژه ده چې د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې کمېدو او د ښار ښکلا لپاره پلې کېږي.

هغه په ښار کې د نقلیه وسایطو ورځ تر بلې ډېرېدو ته په اشاره د ورته پروژو پلې کېدل د هرات ولایت لپاره یوه جدي او اساسي اړتیا وبلله.

د هرات والي دغه‌راز د دغه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل څو د نقلیه وسایطو په کارونې او درولو کې فرهنګ جوړونه وکړي او ترافیکي اصول مراعات کړي.

ورته مهال، د هرات ښاروالۍ ویاند محمدناصر ارمل وايي چې یاده پروژه د ۶۶۰ متر په اوږدوالي او ۸ متر پلنوالي د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت د ښار په دویمه او درېیمه ناحیو کې پلې کیږي او ټاکل شوې په پنځو میاشتو کې یې چارې بشپړې شي.

د هغه په وینا، د یادې پروژې لګښت د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې ورکول کیږي او په راتلونکو ورځو کې به د هرات حوزوي روغتون مخې ته تر ځمکې لاندې د سړک جوړولو بله پروژه هم پيل شي.

د هرات اوسېدونکي هم له یاد اقدام څخه هرکلی کوی او هغه یې د ګڼه ګوڼې په کمېدو او د ترافیکو پېښو څخه په مخنیوي کې اغېزمن ګام بللی دی.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د ځمکې لاندې یاد سړک د چوک ګل‌ها سیمه سینما سره نښلوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.