غزنيښار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د شپږو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د غزني د فوټسال فدراسیون له خوا د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ او د (YHDO) مؤسسې ــ چې د مخدره موادو ضد فعالیتونه کوي ــ په سپانسر د درېیو ورځو لپاره په شهر اولیاء جمنازیم کې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې شپږ غوره لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي.
د نوموړي په خبره، په لومړۍ لوبه کې «هفتستاره» له «قهرمان» لوبډلې سره ولوبېده چې په پایله کې هفتستاره خپل حریف ته په ۳-۱ ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.
هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ د فوټسال لوبې ته د پراختیا ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کولو او له نشهیي توکو سره د مبارزې په موخه ترسره کېږي.
د نوموړي په وینا، د بدني روزنې او ورزش امریت هڅه کوي چې ورته سیالۍ د غزني په ټولو ولسوالیو کې جوړې کړي.
د فوټسال یوه لوبغاړي حمدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې د فوټسال غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ جوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، ورته سیالۍ کولای شي د فوټسال ورزش ته وده ورکړي او د ورزشکارانو تجربې پیاوړې کړي.
باید وویل شي چې څلور ورځې مخکې هم په دغه ولایت کې د فوټسال پسرلني جام سیالۍ د ۳۲ لوبډلو ترمنځ پای ته رسېدلې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP