Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې د بېکارۍ لوړه کچه؛ خلک د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۴): د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د بېکارۍ د لوړې کچې درلودونکو هېوادونو منځ کې یوویشتم ځای کې دی. خلک د کاري فرصتونو غوښتنه کوي، کارپوهان وايي، د بېکارۍ د ستونزې هواري لپاره باید بنسټیز اقدامات وشي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې برخه کې د خپلو هڅو په اړه خبر ورکوي.

د چارو پوهان په هېواد کې اوږدمهاله جګړه او د اقتصاد کمزوري د بېکارۍ اصلي عوامل یادوي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دې ترڅنګ چې د هېواد د شتمنۍ کنګل کېدل او په ډېر شمېر د کډوالو راستنېدل د بېکارۍ مهم لاملونه بولي وايي، د پروژو په عملي کېدو سره ډېره کاري ځواک په کار بوخت شوی او په کور دننه او بهر د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي.

د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۱۱.۹۹۴ سلنه وه؛ دغه کچه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴.۱ سلنې ته لوړه شوې، په ۲۰۲۳ کال کې لږه ټیټه شوې او ۱۳.۹۹۱ سلنې ته رسېدلې ده. د نړۍوال بانک د معلوماتو پر اساس، د ۲۰۲۴ کال تر پایه د بېکارۍ کچه ۱۳.۲۹۵ سلنه ثبت شوې ده.

دغه ارقام ښيي چې د بېکارۍ کچه چې په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۱۸ سلنه لوړه شوې وه، د ۲۰۲۴ کال تر پایه نږدې شپږ سلنه راټیټه شوې؛ خو بیا هم د ۲۰۲۱ کال په پرتله لوړه پاتې ده.

د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د بېکارۍ کچه د افغانستان په پرتله لوړه ده.

د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې اسواتیني ۳۴.۴٪، سوېلي افریقا ۳۳.۲٪، جیبوټي ۲۵.۹٪، بوتسوانا ۲۳.۱٪، ګابون ۲۰.۱٪، کانګو جمهوریت ۱۹.۷٪، نامیبیا ۱۹.۱٪، سومالیا ۱۸.۹٪، لیبیا ۱۸.۶٪، سنت وینسنت او ګرنادین ۱۸.۱٪، اردن ۱۸.۰٪، یمن ۱۷.۱٪، ټونس ۱۶.۲٪، لسوتو ۱۶.۱٪، عراق ۱۵.۵٪، هایټي ۱۵.۱٪، انګولا ۱۴.۵٪، مونټینیګرو ۱۴.۱٪، شمالي مقدونیه ۱۳.۴٪ او ارمنستان ۱۳.۳٪ سلنه د بېکارۍ کچې په درلودو سره هغه هېوادونه دي چې د افغانستان په پرتله په‌کې د بېکارۍ کچه لوړه ده.

د یادونې ده، قطر د صفر اعشاریه ۱۲۶، کمبودیا د صفر اعشاریه ۲۷ او نایجریا د صفر اعشاریه ۳۵۵ سلنې بېکارۍ کچې په درلودو سره د نړۍ هغه هېوادونه دي چې د بېکارۍ تر ټولو ټیټه کچه لري.

د نړۍوال بانګ راپور هم ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په دوو لویو اقتصادي قدرتونو، امریکا او چین کې هم د بېکارۍ کچه له ۴٪ لوړه ده. په امریکا کې د بېکارۍ کچه څلور اعشاریه ۱۰۶ او په چین کې څلور اعشاریه ۵۷۱ سلنه ثبت شوې ده.

«جګړې د بېکارۍ اصلي لامل؛ د بېکارۍ کچې دقیقې شمېرې سروې ته اړتیا لري»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهيمي د نړۍوال بانک د شمېرو په اړه څه ونه ویل خو د وزارت د ثبت شوو ارقامو په اړه یې وویل چې د تقریبي یا اټکلي ارقامو وړاندې کولو پر ځای لازمه ده چې سروې وشي او معلومه شي چې د هېواد څو سلنه بشري ځواک بېکاره دی.

هغه زیاتوي، هغه مهم مورد چې د افغانستان د خلکو په بېکارۍ کې ستر رول لري، کم‌کاري ده؛ ځکه خلک په ځینو فصلونو کې کار کوي خو په نورو فصلونو بیا بېکاره ګرځي.

د هغه په خبره، که د کم‌کارۍ ستونزه حل شي، د بې‌کارۍ کچه به هم راټیټه شي.

هغه زیاته کړه: «بېکاري نن د نړۍوالې ټولنې او انسانانو لپاره یوه سخته ستونزه ده؛ داسې ستونزه چې ډېری هېوادونه، ان پرمختللي هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي. افغانستان… له اوږدو جګړو راوتلی؛ شاوخوا څلور لسیزې جګړو د هېواد بنسټونه زیانمن کړل، د کار او دندې برخې یې سخته اغېزمنې کړې او بېکاري یې لوړې کچې ته ورسوله. د اسلامي امارت په واکمنېدو سره جګړې ختمې شوې او خوندي فضا رامنځته شوه؛ خو د بېکارۍ ستونزه لا هم پاتې ده او هڅه کېږي چې ورته رسېدنه وشي.»

له بېکارۍ د ځوانانو شکایتونه

د کابل ښار اوسېدونکی امید افغان چې تازه له ایرانه راستون شوی وايي، ډېری راستانه شوي کډوال وزګار دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د روان کال د زمري په ۸مه اعلان کړی و چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱.۸ میلیون یوازې له ایرانه په جبري ډول راستانه شوي دي.

امید افغان وايي: «زه پخپله له خپلې مېرمنې او زوی سره له ایرانه راغلی یم، مشکلات ډېر دي، کور نشته، نږدې ۲۰ ورځې په کور کې پسې وګرځېدم؛ خو د خدای شکر، کور مې پیدا کړ؛ خو ستونزې شته او بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده.»

هغه د حکومت له لوري دې ستونزې ته د رسېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت باید ځوانانو ته کارخونې او شرکتونه جوړ کړي؛ ځکه بېکاري پر ځوانانو منفي اغېز کوي او که ځوانان بېکاره وي، ښايي پر ناوړه کارونو لاس پورې کړي.»

احمد (مستعار نوم) چې په کابل ښار کې اوسېږي او شاوخوا درې کاله کېږي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي فارغ شوی وايي، له فراغت وروسته یو کال یو څه موده بېکاره و، وروسته یې د څه وخت لپار د خپلې رشتې خلاف د یوه روغتیايي مرکز د معلوماتو برخه کې کار کاوه.

د هغه په خبره، یو تر یونیم کال کېږي چې بېکاره دی او د کار پیدا کولو په لټه کې دی؛ خو تر اوسه یې کوم کار نه دی پیدا کړی.

هغه وویل چې بېلابېلو بنسټونو ته یې ایمېلونه کړي او د کار پیدا کولو لپاره یې تر خپله توانه هڅه کړې ده.

هغه د اسلامي امارت له لوري د بېکارۍ ستونزې د حل لپاره د ځینو پروژو پیلولو او بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو استولو په څېر د اقداماتو هرکلی کوي، خو دغه اقدامات کافي نه بولي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې قطر د برق انجنیري، د برېښنايي موټرو د ترمیم، فارمدارۍ، مالدارۍ او هوټل‌دارۍ برخو کې د افغان کارګرو لپاره ۳ زره او ۱۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د کابل د تهیه‌مسکن سیمې اوسېدونکی ایام‌الدین چې په شهرنو کې د حاجي یعقوب څلورلارې ته د کار پیدا کولو لپاره راغلی وايي، دوه اونۍ کېږي چې کار یې نه دی پیدا کړی.

هغه څرګنده کړه: «دوه اونۍ کېږي دلته ټول شاهدان دي چې زه راغلی یم، خو کار ته نه یم تللی… ایا زما کورنۍ څه حالت تېروي؟»

هغه په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې بېکاري له کولو ستونزو سره مخ کړی؟ وویل: «تاسو خپله پوهېږئ چې خلک له کومو ستونزو سره مخ کېږي؛ ماشوم یې ناروغېږي، خو د دوا پیسې نشته.»

هغه زیاته کړه چې د کار نشتوالي دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي او حکومت باید دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د بېکارۍ ریښې او پایلې

د چارو د پوهانو په خبره، په افغانستان کې د بېکارۍ لاملونه اوږدې ريښې لري؛ په هېواد کې څو لسیزې جګړې او بې‌ثباتي چې د اقتصادي کمزورتیا او داخلي پانګې د کمښت لامل شوې، په افغانستان کې د بېکارۍ د کچې زیاتوالي اصلي لاملونه دي.

هغوی خبرداری ورکوي چې بېکاري د اقتصادي کمزورتیا، د رواني ستونزو، جرمونو زیاتېدو او په ټولنه کې د بې‌ثباتۍ لامل کېږي او ټینګار کوي چې د پروژو پراختیا، په خصوصي سکټور کې پانګونه او د ځوانانو له لوري د مهارتونو ‌زده‌کړه کولای شي چې د دې ستونزې په کمېدو کې مهم رول ولري.

د سیاسي چارو کارپوه مختار اسلمي وايي چې د سیاسي ثبات، امنیت او پانګونې نه‌شتون او په بې‌ساري ډول د نفوس ډېرېدل په هېواد کې د بېکارۍ له اصلي لاملونو دي.

هغه څرګنده کړه چې جګړه په یوه هېواد کې د کارخونو او شرکتونو وجاړېدو لامل کېږي او کله چې په یوه هېواد کې جګړه وي، پانګه‌وال بې‌باوره کېږي او خپله پانګه له هېواد بهر لېږدوي او دا چاره اقتصاد ته زیان رسوي.

اسملي زیاته کړه چې په افغانستان کې څه باندې څلور لسیزې جکړه په هېواد کې د بېکارۍ کچې پر زیاتېدو اغېز کړی؛ ځکه جګړه د اقتصادي زېرمو، کارخونو او شرکتونو ویجاړېدو لامل ګرځي او دغه موضوع په مستقیم ډول پر بېکارۍ او د کار پر کمښت اغېز کوي.

هغه څرګنده کړه چې جګړه د کاري ځواک د کډوالۍ لامل هم کېږي او افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له دې ستونزې سره مخ دی؛ هغه ستونزه چې د هېواد پر اقتصاد یې منفي اغېز کړی دی.

هغه وړاندیز وکړ چې اسلامي امارت باید د بېکارۍ کچې ټیټدو لپاره له خصوصي سکټور، پانګه‌والو او کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او هېواد ته دې پر واردېدونکو غیرضروري توکو تعرفه ولګولي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا وویل، خصوصي سکټور چې څو پیاوړی شي او په هېواد کې پانګونه وشي، پایله به یې د ډېرو کاري فرصتونو رامنځته کېدل وي.

رښتیا ټینګار وکړ چې د بېکارۍ ستونزې د حل لپاره پکار ده څو حکومت خپله ټوله انرژي خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ولګوي او د افغانستان خصوصي سکټور د حکومت د یوه ستراتیژيک شریک په توګه کولای شي په دې برخه کې اقدامات وکړي.

بلخوا، د ټولنیزو مسایلو کارپوه مشعل ستانکزي وویل چې بېکاري د فقر او د کورنیو او ټولنې د غړو ترمنځ د رواني ستونزو زیاتېدو لامل کېږي او ان د کورنیو د نظام جوړښت هم له منځه وړلای شي.

د هغه په وینا، بېکاري پر فرد او کورنۍ د اغېز کولو ترڅنګ ټولنیزه بې‌ثباتي رامنځته کوي او له فرد څخه کورنۍ او بیا له هغو ټولنې ته خپرېږي.

ستانکزي څرګنده کړه چې بېکاري کولای شي د جنايي جرمونو او کډوالیو ډېرېدو لامل شي.

هغه ټینګار وکړ چې حکومت باید د بېکارۍ کمولو لپاره عملي اقدامات وکړي؛ د پروژو پيلېدل په هېواد کې د بېکارۍ د له منځه تلو لامل ګرځي او په ټوله کې باید حکومت منظم چوکاټ ولري څو په اوږدمهال کې د بېکارۍ ستونزه حل شي.

دغه‌راز، هغه ټینګار وکړ چې ځوانان دې د بېکارۍ له دورې د انفرادي مهارتونو لوړولو لپاره ګټه واخلي او که امکان وي نو د انلاین کاروبارونو پیل ته دې مخه کړي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې بېکاره کسان باید د دندې تر موندلو پورې پر خپل فکر او چلند کنټرول وساتي څو منفي لارو ته لاړ نه شي.

ابراهیمي: د بېکارۍ کمېدو لپاره د هېواد دننه او بهر د کاري فرصتونو برابرولو برخو کې کار کوو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله براهیمي وویل چې د اسلامي امارت پر وړاندې نړۍوال محدودیتونه، د هېواد د شتمنیو کنګل‌والی او تازه له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو په اجباري توګه راایستل له هغو ستونزو دي چې د کار پر بازار یې منفي اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د بېکارۍ کمېدو او د کاري فرصتونو برابرولو لپاره د «کار ملي کنفرانس» جوړ شو او د تېرو څلورو کلونو په لړ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري څه باندې ۳۵۰ زره هېوادوالو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وویل چې دغه وزارت د پالیسي‌جوړونکي بنسټ په توګه هڅه کړې، داسې پالیسي او ستراتیژي جوړه کړي څو له مخې یې په هېواد کې بېکاري کمه او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت پر وړاندې د بندیزونو لرې کېدل، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل او په هېواد کې د سترو پروژو پلې کېدل کولای شي د بېکارۍ ستونزې د حل برخه کې مهم رول ولري.

هغه څرګنده کړه، له نېکه مرغه د کوچنیو، متوسطو او سترو پروژو په پلې کېدو سره ډېر شمېر خلک پر کار بوخت شوي او دغه لړۍ باید پراختیا ومومي.

ابراهیمي د خصوصي سکټور رول په کارموندنه کې ډېر مهم وباله ویې ویل چې د نورو هېوادونو دولتي تشکیلات هم محدود دي، افغانستان هم له دې قاعدې استثنا نه‌ دی؛ نو خصوصي سکټور کولای شي ډېر شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي په هېواد کې د خصوصي سکټور له پرمختګ او ودې خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې اوس‌مهال د هېواد ډېره کاري قوه په خصوصي سکټور کې پر کار بوخته ده.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د بېکارۍ بله ستونزه دا ده چې د کار ځواک د بازار د اړتیا پر اساس مهارتونه نه ‌لري او که نورو هېوادونو لکه قطر سره د کارګرانو لېږلو هوکړې لاسلیک شي، اړتیا ده چې افغان کارګران مسلکي او ماهر و اوسي او لازم مهارتونه ولري.

هغه زیاته کړه چې د یادو ستونزو په پام کې نیولو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت فني او حرفوي مرکزونه فعال کړي او زرګونه هېوادوال، په ځانګړي توګه ځوانان په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي او هڅه دا ده چې د کار بازار د اړتیا پر اساس افغان کاري ځواک وروزل شي.

ابراهیمي زیاته کړه چې د بازار اړتیا مطابق د کاري ځواک تنظیم کافي وخت غواړي؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره څه باندې ۱۵۰ زره کسان له یادو مرکزونو فارغ شوي دي.

هغه وايي چې قطر افغانستان ته درې زره او ۱۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي او له دغه هېواد وروسته له نورو پنځو هېوادونو عمان، روسیې، ایران، متحده عربي امارتو او سعودي عربستان سره هم د افغانانو لپاره د قانوني کاري فرصتونو برابرولو لپاره خبرې اترې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت  د روان کال د زمري په ۲۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي وو چې اوسمهال په هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او د کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي چې شاوخوا ۱۷۰ زره هېوادوالو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.