Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو

کابل (پژواک،۶ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستان د ډرون بريدونو په غبرګون کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی او د احتجاج‌ليک د ورسپارلو ترڅنګ یې ویلي چې «دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې تر شا حتما عواقب لري.»

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه وزارت«د افغانستان پر ننگرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرگون کې، چې په ترڅ کې يې ۳ تنه ملکيان شهيدان او ۷ تنه ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاج‌ليک يې وروسپاره.»

خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندي او دا د  افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا څرګند نقض او پاروونکې عمل بولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز وایي، پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د  حریم ساتنه اسلامي امارت ته سره کرښه ده او «دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.