Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن له ایران سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو (کافا) په لومړۍ لوبه کې نن (جمعه) د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

د هېواد فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي نن د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د افغانستان پر وخت ۴:۳۰ بجې د ایران له لوبډلې سره لوبه کوي.

ورته مهال، د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو پرون خپل وروستي تمرینات ترسره کړل.

د یادونې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په (بي) ګروپ کې له ایران، هند او تاجکستان لوبډلو سره لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.