Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې له څه باندې زرو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

میدان ښار (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴ ): د میدان‌وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

د میدان‌وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاده مرسته د دغه ریاست په همغږۍ د نړۍوال خوراکي پروګرام (دبلیواېف‌پي) له لوري د «TSDO» موسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې پر ۱۰۵۱ اړمنو کورنيو وېشل شوې.

سرچینې لیکلي چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د سرچینې په وینا، راتلونکې کې هم پلان لري څو د دغه ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې پر اړمنو ورته مرستې وویشي.

د یادونې ده، څو ورځي مخکې هم د دغه ولایت په چک ولسوالۍ له څه باندې ۱۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.