Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان ډرون بریدونه؛ ملي دفاع وزارت: دغه ډول بې‌مسوولیته کړنې به خپل عواقب ولري

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴): د ملي دفاع وزارت پر ننګرهار او خوست ولایتونو د پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د برید په غبرګون کې ویلی چې «دغه ډول بې‌مسوولیته کړنې به خپل عواقب ولري.»

ملي دفاع وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د  یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان پر خاوره د پاکستان د الوتکو برید چې له امله یې ماشومان او ښځې په شهادت ورسېدل، په کلکه غندو.»

دغه ورازت زیاته کړې: «دغه ډول ظالمانه او وحشیانه اقدامات د هیچا په ګټه نه دي، بلکې د دوو مسلمان ملتونو ترمنځ د فاصلې او دواړو لورو ترمنځ د نفرت د زیاتوالي لامل کېږي. دغه ډول بې‌مسوولیته کړنې به خپل عواقب ولري.»

دا په داسې حال کې چې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یادو بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي وو: «دغه وزارت پر ننګرهار او خوست ولايتونو د پاکستان د بريدونو په غبرګون کې چې له امله یې ۳ ملکيان شهيدان او ۷ نور ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او احتجاج‌ليک يې وروسپاره.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.