Language

امنیه قومانداني: غزني کې د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې

غزني ښار (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴ ): د غزني امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو نن د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

د غزني امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کسان له ډېرې مودې راهیسې د دوی تر تعقیب لاندي وو چې بالاخره نن ونیول شول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي شپږ واړه د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د همدې ولسوالۍ په اړوند سيمو کې به یې غلاوې کولې.

خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو کسانو درې موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي.

د سرچینې په وینا، نیول شوي کسان به د لا زیاتو پلټنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics