Language

بلخ کې یوه تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې ده

مزارشریف (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴): د بلخ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه تنکي ځوان د ښکاري ټوپک په وسیله ځان‌وژنه کړې ده.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ۱۷ کلن ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد تنکي ځوان خپل ځان د ښکاري ټوپک په ډز وژلی دی.

سرچینې ویلي چې د یادې پېښې لامل او انګېزه تر اوسه معلوم نه دي خو د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي څو د پېښې لامل روښانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وايي، ځان‌وژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هيڅوک باید د ژوند د ستونزو له امله ځان‌وژنه ونه کړي.

Related Topics